طالبان وايي چې په تېره یوه اونۍ کې تر ۱۲ زرو زیات کډوال «په جبري توګه» د سپین بولدک او تورخم له لارې له پاکستانه هېواد ته رالېږل شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې په دې کسانو کې ۳۳۰ کورنۍ او ۱۱۰ تنه چې د پاکستان له زندانونو خوشي شوي دي، ګډون لري.
په دې اعلامیه کې راغلي چې د دې کډوالو ۴ زره او ۳۶۹ تنه د لړم پر څلورمه د تورخم دروازې له لارې «په جبري توګه» له پاکستان څخه ایستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د دې هېواد ضرب الاجل دوې ورځې وروسته پایته رسېږي.
په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان دا پرېکړه پاکستان کې د افغانانو «له بشري حقونو سرغړونه» بولي او وايي، چې دا چاره لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي، خوندیتوب او هوساینې په اړه جدي اندېښنې رامنځته کوي.
دغه بنسټ له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې دا پرېکړه ژرترژره لغوه کړي او د بشري حقونو پر نړیوالو قوانینو ودرېږي.