Uncategorized @ps افغانستان

پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه له ملګرو ملتونو غوښتنه

په پاکستان کې افغان کډوال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو غواړي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې په خپل راپور کې شاملې کړي.

دغه افغانان په پاکستان کې د کډوالۍ وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې هېڅ بنسټ یا هېواد یې غږ نه دی اورېدلی.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یوه فعاله زهره اختري چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار او زده کړو د بندیزونو په اعتراض کې دوه ځله په کابل کې د طالبانو له خوا زنداني شوې وه، د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې مجبوره شوه چې د خپلې کورنۍ له اوو غړو سره پاکستان ته پناه یوسي.

هغه وايي، اته مياشتې يې د اسلام اباد په مرکز کې تر يوې خېمې لاندې تېرې کړې او وروسته له هغې چې د پاکستان پولیسو د کډوالو خېمې ټولې کړې مجبوره چې په راولپنډۍ ښار کې کور کرایه کړي.

په یو کوچنی کور کې چې لږې اسانتیاوې لري له خپل میړه او پنځه ماشومانو سره ژوند کوي.

زهره اختري وايي، هیله لري چې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکي په پاکستان کې د افغان کډوالو د اندېښنې وړ وضعیت په خپلو موندنو کې شامل کړي.

هغې وويل: «د پاکستان د حکومت له خوا د کډوالو لپاره د ورکړل شوي ضرب الاجل وروسته چې باید د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې له پاکستان ووځي او افغانستان ته ستانه شي؛ ډیر اندیښمن یوو. موږ د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي هیله لرو چې افغان کډوال هېر نه کړي او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې په هغو راپورونو کې شاملې کړي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې وړاندې کوي.»

د دغې کورنۍ اتلس کلنه لور بې نظیر اختري د دې اوه کسيزه کورنۍ د لګښتونو يوه برخه زده کوونکو ته د درس ورکولو له لارې پوره کوي.
نوموړې د پاکستاني پولیسو له فشارونو اندېښنه لري او له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغان کډوالو وضعیت ته رسېدنه وکړي.

بېنظیر وايي: «له ملګرو ملتونو زما غوښتنه دا ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او د دوی ستونزې هوارې کړي. ځکه موږ هره ورځ د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پولیسو لخوا ځورول کیږو. دوی موږ نیسي. حتی وباسي مو. موږ تمه لرو چې د کډوالو منونکې هیوادونه د هغو کډوالو قضیو ته رسېدنه وکړي چې په خطر کې دي.»

د چهارشنبې په ورځ یو شمېر افغان کډوال په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کدوالې ادارې مخې ته راټول شول او د دغه سازمان پر چوپتیا یې اعتراض وکړ او د پاکستان له حکومته یې د اجباري ایستلو د لړۍ د بندیدو غوښتنه وکړه.

بل خوا په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا وايي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د کډوالۍ منونکو هیوادونو ته یې د څو لیکونو په استولو سره د کډوالو د وضعیت د څیړلو غوښتنه کړې ده. هغه هڅې چې تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد رووفي وویل: «موږ څو ځلې له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو له سرمنشي او د کډوالو منونکو هیوادونو غوښتي، د دې پر ځای چې د کډوالو ستونزې ګورئ او وغندئ یې. ښه به وي چې ژر تر ژره لاس په کار شئ. د هغوی د پناه غوښتنې دوسیو له مخې یې انتقال کړئ تر څو د پاکستان غوسه کمه شي.»

تمه ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه خپلې موندنې وړاندې کړي.

له دې وروسته به ملګري ملتونه د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي.

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو غوښتنه دا ده، چې نوموړی په خپل راپور کې د دوی نا منظم وضعیت ته پام وکړي.