افغانستان

د یوې تازه څېړنې پایلې: افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد

افغانستان د ۱۷۷ هېوادونو له منځه په ۲۰۲۳ کال کې د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد بلل شوی دی.

د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څیړنیزې موسسې د موندنو پر بنسټ، افغانستان د ۰.۲۸۶ نمرو په اخیستو د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو بد هېواد دی.

په دغه راپور کې همدارنګه راغلي، چې طالبانو پر افغانستان د بیا واک ترلاسه کولو وروسته تر ټولو بد کار له افغان ښځو سره کړی او په هېواد کې د ښځو وضعیت په چټکۍ سره مخ په خرابېدو دی.

وايي د طالبانو محدودیتونو مجبوره کړه چې له افغانستانه ووځي او ایران ته سفر وکړي.

واک ته د طالبانو له راتګ مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکې او د پوهنتون استاده و. وايي طالبانو ترې د تدریس او کار حق واخيست.

وجيهې د لاريون لار خپله کړه او د کابل واټونو ته په راوتلو سره د خپلو او د هېواد د نورو ښځو د حقونو تر لاسه کولو غوښتونکې شوه.

خو د طالبانو له خوا یې د ملګرو له نیول کېدو وروسته مېرمن رسولي له افغانستانه ووتله.

د افغان معترضو ښځو د خودجوشه غورځنګ غړې وجیهه رسولي وايي: «ښځې د طالبانو د ښځو ځپلو فرمانونو پر وړاندې خپل غږ نه شي پورته کولی. کله چې خپل غږ پورته کړي، مجازات کیږي، نیول کیږي او زنداني کیږي. په افغانستان کې د ښځو لپاره چاپیریال دومره تنګ شوی چې هیڅ ښځه نه شي کولی د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي.»

که څه هم وجیهه له هېواده وتلې، خو میلیونونه ښځې اوس هم د طالبانو د بندیزونو تر سیورې لاندې په داسې یوه هېواد کې ژوند کوي چې د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد بلل شوی دی.

اوس افغانستان په ۱۷۷ هېوادونو کې د ښځو د وضعیت په اړه د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې موسسې لخوا په ترسره شوې څېړنه کې ۰.۲۸۶ نمرې ترلاسه کړې دي.

دا پدې مانا ده چې د دې هیوادونو تر منځ ترټولو ټیټ نمرې دي
په دې توګه په دې څېړنه کې افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو بد هېواد بلل شوی دی. یعنې د ښځو د پرمختګ له اړخه تر ټولو بد هېواد.

په دغه راپور کې همدارنګه راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشت تر اوسه په افغانستان کې ښځې نه دنده لري، نه د زده کړو حق او نه په ژوند کې خپلواکي.

په افغانستان کې د ښځو حقونو فعاله صنم کبیري وايي: «دوه کاله کیږي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو ژوند له زندان پرته بل څه نه دی. د هرې ورځې په تېرېدو د ښځو حقونه تر پښو لاندې کیږي. د بیان ازادي له منځه تللې او هر هېوادوال مو چې د خپلو حقونو لپاره د بې عدالتۍ پر وړاندې غږ پورته کوي ځپل کیږي.»

په دې څېړنې کې افغانستان د ښځو لپاره د “بندي خانې” په توګه یاد شوی او په کې راغلي چې طالبانو واک ته له راستنېدو وروسته له افغان مېرمنو سره تر ټولو ناوړه چلند کړی دی.

دا څیړنه د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او د ګالوپ انسټیټیوټ د سروې پر بنسټ راټوله شوې او د ښځو وضعیت یې د ګډون، عدالت، امنیت، زده کړو، د میندو مړینې، کار، سیستماتیک تاوتریخوالي او جنسي تاوتریخوالی پر بنسټ څیړلی دی.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې غړې زینب رضايي
«طالبانو له موږ د ازادۍ حق واخیست. موږ ښځو تل د عدالت لپاره خپل غږ پورته کړی، خو ځپل شوي یوو.»

خو د دې څیړنې پر بنسټ ډنمارک، سویس او سویډن په ترتیب سره د ښځو لپاره غوره هیوادونه دي.

دا څېړنه په داسې حال کې خپره شوې چې له دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.

همدارنګه کابو یو کال کېږي چې طالبانو د نجونو محصلینو پر مخ ټول ښوونیز مرکزونه تړلي او په غیر دولتي موسسو کې یې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی. طالبانو تر اوسه د دې څېړنې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.