د پاکستان کورنیو رسنیو رپوټ ورکړی چې په دغه هېواد کې یوې محکمې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د هغه مرستیال د دولتي اسرارو په دوسیه کې تورن کړ چې دا پخواني لومړي وزیر ته بل ګوذار دی چې اوسمهال اسلام آباد ته نږدې په یوه زندان کې شپې ورځې تېروي.
ښاغلی خان د له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ کال پورې د خپل لومړي وزارت پرمهال د دولتي سوغاتونو د ناقانونه پلور اړوند فساد د تورونو له محکومېدو وروسته بندي شو.
محکمې څو اونۍ وروسته د هغه د بند موده وځنډوله، خو نوموړی د دولتي رازونو دوسیې له امله چې د خوشي کېدو مخه یې ونیوله په بند کې پاتې شو.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي و چې دا تورونه د راتلونکي زېږدیز کال په ټاکنو کې د ګډون د مخینوي په موخه لګول شوي، خو چارواکو دا ادعا رد کړې ده.
د ځایي رسنیو په وینا، عمران خان د نوموړي له محکومېدو وروسته له اګست میاشتې وروسته د پاکستان د ټاکنو کمېسیون له خوا د اختلاس په تور د پنځو کلونو لپاره په سیاسي ډګر کې له ګډونه بې برخې شوی دی.
هغه سره له دې چې په زندان کې دی، په ۲۰۲۲ کال کې د لومړي وزارت له چوکۍ له ګوښه کېدو وروسته لا هم په خلکو کې محبوبیت لري.