افغانستان

د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې د بدلون لپاره له پاکستانه د غوښتنو دوام

A group of journalists and activists in exile in Pakistan. File photo.

افغان کډوال د پاڼ او پړانګ ترمنځ، له یوې خوا له پاکستانه د کډوالو د ایستلو خطر او له بله پلوه ستنېدل او د طالبانو لاس ته ورتلل په دې ورځو کې د افغان کډوالو خوب حرام کړی دی.

ادریس سادات چې د هېواد په یوه خصوصي ټلویزیون کې د خبرونو او سیاسي خبرونو چلوونکی و. یو کال مخکې اړ شوی له خپلې اوه کسیزې کورنۍ سره د کډوالۍ لاره غوره کړي او د یوه اروپايي هېواد د بشردوستانه وېزې د ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

هغه وايي د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړې د راتلونکي په اړه اندېښمن کړی دی.

نوموړی زیاتوي: «په پاکستان کې افغان کډوال په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي، نیول روان دي او امنیتي بنسټونو ته حکم شوی چې افغانان له نیول کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړي. دا د خطر زنګ او ډېر بد خبر هغو کسانو ته دی چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ دی او اوس په پاکستان یا نورو ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي.»

افغان خبریالان اندېښمن دي که د پاکستان حکومت پر خپله پرېکړه غور ونه کړي، ټول هغه کسان چې د طالبانو له وېرې یې دغه هېواد ته پناه وړې له خطر سره به مخ شي.

یو بل افغان خبریال حشمت الله وجداني وايي: «هغه خبریالان چې په پاکستان کې اوسېږي، د اقتصادي او امنیتي ننګونو ترڅنګ له رواني وضعیته هم کړېږي او د پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړې دا اندېښنې زیاتې کړې دي. افغانستان ته د خبریالان بېرته ستنېدل واقعا دوی ته جدي ستونزې رامنځته کولای شي.»

اوس د آسیا پاسفیک د کډوالو حقونو شبکې هم په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خپله پرېکړه لغوه کړي.

دغې شبکې ویلي هغه پناه غوښتونکي چې د خوندیتوب او امنیت ترلاسه کولو په لټه کې دي باید په ډله‌‌‌ييزه توګه سزا ورنه کړل شي.

د آسیا پاسفیک د کډوالو شورا عمومي منشي کلاوس دیک نیلسن وايي: «راتلونکی ژمی د یوه سخت انساني ناورین احتمال شته چې په ډله‌ييز ډول سزا ورکړل شي.»

په پاکستان کې د افغان خبریالانو فډراسیون هم د پاکستان موقت لومړي وزیر ته په یوه لیک کې، د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې افغان خبریالان له دې هېواده ونه شړي.

په پاکستان کې د افغان خبریالانو فډراسیون د کلتوري کمیټې مسوول جان محمد تمکین وايي: «موږ د پاکستان له لومړي وزیر څخه په یوه لیک کې وغوښتل چې په دې اړه له سره غور وکړي، په تېره بیا خبریالانو ته یوه استثنا وکاروي ترڅو د ایستلو له خطره خوندي پاتې شي، ځکه دوی او کورنۍ به یې له خطر سره مخ شي، ددې لیک په یوه برخه کې د خبریالانو د وېزو پر تمدیدولو هم ټینګار شوی دی.»

له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان له حکومته غوښتي و چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

په دې لړ کې د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پاکستان به د کډوالو د جبري ایستلو په اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه ونه کړي.