افغانستان

سرچینې: په تېره یوه میاشت کې په تخار کې د کانونو اوه کارګران مړه شوي

په تخار کې ځايي سرچينې وايي، چې په تېره يوه مياشت کې په کان کې د کار پر مهال اووه کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د دې سرچينې په خبره ډېرى دغه کارکوونکي د تخار د کليو اوسېدونکي دي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې کانونو ته مخه کړې ده.

په دې ورځو کې په تخار کې د سرو زرو په کانونو کې کار د دې ولایت د یو شمېر بې وزله خلکو ژوند اخیستی.

د کانونو غیر معیاري استخراج چې طالبان یې مخه نه نیسي او خلک هم اړ دي چې د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په دې خطرناکه لاره قدم کېږدي.

دېرش کلن حاجي ګل د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ په (دو راهي کوڅې) سیمه کې د سرو زرو په کان کې د کیندلو پر مهال تر خاورو لاندې شو او مړ شو.

دا انځور د حاجي ګل د جسد د موندلو د پر مهال اخیستل شوی.

په تخار کې باخبره سرچینې آمو ته وایي، چې په تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت د سرو زرو په کان کې د کار کولو پر مهال ۷ تنه کارکوونکي مړه شوي دي.

د سرو زرو ډېری کانونه د بلخ ولایت په مرکز چاه اب، رستاق، خواجه غار، ینګي قلعه او خطایان په کلیو کې موقعیت لري.

محمود له خپلو ماشومانو له سهاره تر ماښامه د سرو زرو په مینځلو لګیا وي څو د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي.

د سرو زرو د کان کارکوونکی محمود وايي: «موږ له دېرشو کلونو راهیسې دا کار کوو، بل کار نشته چې ویې کړو، باید وکړو. مجبور یوو، زموږ اقتصاد کمزوری دی. موږ هره ورځ له خپلو ماشومانو سره راځم. هڅه کوو یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړو. که هڅه چې ونه کړې. نه به مرې او نه به ژوندی پاتې شې.»

د تخار اوسېدونکي هم د کانونو غیر قانوني استخراج د تخار د ځوانانو له ژوند سره لوبه ګڼي.

د تخار اوسیدونکی فرید رستاقي وايي: «موږ شاهدان یو چې د سرو زرو په کان کې خپل ځوانان له لاسه ورکوو. هر کال په کانونو کې د کار کولو له امله ګڼ شمېر کسان مړه کېږي، تمه لرو چې د غیر معیاري استخراج مخه ونیول شي.»

اقتصادي کارپوهان په تخار کې د سرو زرو استخراج د افغانستان د خلکو په حق کې ظلم ګڼي او وايي چې د هېواد د ځمکې لاندې زېرمو استخراج باید د رسمي هوکړې له مخې وشي.

اقتصادي کارپوه سید مسعود وايي: «زه فکر کوم چې دا کړنې چې دا مهال د تخار د سرو زر په کانونو کې کیږي د دې خاورې د یو وګړي په وړاندې یو ډول ناوړه جبر او ظلم دی، چې په حقیقت کې هغه کسان شاید نالوستي وي. او په دې برخو کې نیمه ماهر شته چې کولی شي په ښه شرایطو یې استخدام کړي، بیمه ورکړي، او په هغه صورت کې چې دا وړتیا ونه لري، د ورتګ حق نه لري.»

په دې وروستیو کې د طالبانو د کانونو وزارت د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ په سمتي سیمه کې د سرو زرو د یوه کان د استخراج تړون له یوې چینايي کمپنۍ سره لاسلیک کړ. چې د هغې پر بنسټ، له دغه کان څخه د ترلاسه شویو سرو زرو ۴۴ سلنه دغه شرکت ته او ۵۶ سلنه د طالبانو حکومت عوایدو ته ځي.