افغانستان

په افغانستان کې په کال کې ۲۵ زره تنه د سترګو لید له لاسه ورکوي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، هر کال ۲۵ زره کسان د بېلابېلو ناروغیو او ټپونو له امله د سترګو لید له لاسه ورکوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو د ړندو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې ۸۰ سلنه هغه کسان چې د ناروغۍ له امله یې خپل دید له لاسه ورکړی، توانېدلي چې د افغانستان د سترګو په روغتونونو خپله درملنه وکړي.

خو معلولیت لرونکي کسان په ځانګړې توګه په افغانستان کې ړانده خلک په خپلو ټولنیزو او کاري فعالیتونو کې د ستونزو په اړه اندیښنه ښیي.

د اکټوبر ۱۵مه د سپینې امسا یا د ړندو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د معلولیت لرونکو وګړو په ځانګړې توګه د ړندو کسانو د درناوي په موخه لمانځل کېږي.

سید محمد یزدان پرست ۳۵ کلن دی او په اته کلنۍ کې یې د یوې پېښې له امله د سترګو دید له لاسه ورکړ.

هغه ړوندوالي سره سره توانېدلی چې د بلخ پوهنتون د ژورناليزم په پوهنځي کې زده کړې وکړې او اوس د افغانستان په شمالي بلخ ولايت کې د يوې سيمه ييزې راډيو د مدير په توګه کار کوي.

یزدان پرست په ټولنه کې معلولیت عیب نه ګڼي او د معلولینو پر لوړ ظرفیت او وړتیا ټینګار کوي.

هغه زیاتوي: «له پوهنې وزارت غواړو چې د ښوونځیو ښوونکو ته د پوهاوي یو کمپاین په پیلولو سره دوی د بریل خط او لیکلو له میتودونو سره اشنا کړي. د عامې روغتیا له وزارته غواړو چې د بلخ روغتون ته نږدې یوه معیاري ودانۍ جوړه کړي. طبیعي پیښو سره د مبارزې له وزارت غواړو چې معلولیت لرونکو کسانو ته د معاش ورکولو زمینه برابره کړي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ریاست غواړو چې معلولیت لرونکو کسانو ته په دفترونو کې د کار زمینه برابره کړي.»

روغتيايي او ښوونيزو خدمتونو ته نه لاسرسى، د کار نشتوالى، په ټولنه کې د ځينو کسانو ناسم چلند، بېوزلي او د کورني ملاتړ نشتوالى هغه اساسي ټکي دي، چې ړانده خلک يې اندېښمن کړي دي.

د بلخ ولایت د نابینایانو ټولنه هم تمه لري چې طالبان او ملاتړي موسسې به په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو په ځانګړې توګه ړندو ته د کار او ملاتړ زمینه برابره کړي.

د بلخ ولایت د نابینایانو ټولنې مشر عبدالرحیم صفا وايي: «د افغانستان ړندو خلکو ته باید پام وشي چې موږ یو شمیر ډاکټران لرو چې د بیلابیلو هیوادونو څخه یې دوکتورا اخیستې او موږ تمه لرو چې ملګري ملتونه او یونسکو د افغانستان د ړندو خلکو ملاتړ وکړي.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې ۶۰۰ زره افغانان د نابینا معیوبینو په توګه ثبت دي او نږدې ۱۵۰۰ زره نور یې له کم دید رنځ وړي.