افغانستان

له هېواده بهر د افغانستان پر سفارتونو د نفوذ لپاره د طالبانو هڅې

یوې سرچینې آمو ته ویلي چې طالبان په بهر کې په افغان سفارتونو د یو څه فشار په اچولو سره د نفوذ په لټه کې دي.

د دې سرچینې په وینا، مالي ننګونو او اداري نیمګړتیاوو په ځانګړې توګه د قونسلګرۍ په برخه کې یو شمېر افغان سفارتونه تر فشار لاندې راوستي دي.

له دې سره هم مهاله په اتریش کې د افغانستان سفیر هم آمو ته تأيید کړه چې دغه سفارت د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د خپلو ښکاره دریځونو له امله د دوی تر فشار لاندې دی.

په وروستي مورد کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اتریش او لندن کې د افغانستان د سفارتونو د قونسلګرۍ پر فعالیتونو بندیز ولګاوه، خو له بلې خوا د افغانستان سفارتونو په هالنډ او هسپانیه کې له طالبانو سره د تعامل لاس اوږد کړی دی.

داسې ښکاري چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بهر کې د افغانستان په سفارتونو کې د نفوذ لپاره خپل لستوڼي بډ وهلي دي. په وروستي مورد کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اتریش او لندن کې د افغانستان د سفارتونو د قونسلګرۍ پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: «په دې سره اروپا کې مېشتو ټولو هغو خلکو ته چې د قونسلګرۍ خدمتونو (د پاسپورټونو صادرول او تمدیدول، د ویزو صادرول، یا د اسنادو تصدیق کولو لپاره) د افغانستان سفارتونو ته په وینا یا لندن کې تللي دي خبر ورکول کېږي چې د دې سفارتونو د روڼتیا او همغږۍ د نشتوالي له امله د بهرنیو چارو وزارت (طالبانو) سره د دوی ټول خدمتونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۱۸مې تر بلې خبرتیا پورې باطل دي.»

تر دې وړاندې په هالنډ او هسپانیه کې د افغانستان سفارتونو له طالبانو سره یو په بل پسې تعامل پیل کړل.

یوه سرچینه آمو ته وایي، چې طالبان هڅه کوي په بهر کې پر افغان سفارتونو د فشارونو له لارې نفوذ وکړي، او مالي ننګونو، اداري ناتوانۍ او د کوربه هېوادونو ګټو افغان سیاسي استازي لا ډېر تر فشار لاندې راوستي دي.

د آمو د موندنو پر بنسټ، د افغانستان ۹ سفارتونه په بهر کې د افغانستان د سفارت په ګډون په چین، ایران، پاکستان، قطر، قزاقستان، هالنډ، هسپانیه، روسیه او ترکیه له طالبانو سره مستقیمې اړیکې لري.

په اتریش کې د افغانستان سفیر چې تېره ورځ طالبانو د دغه سفارت قونسلګري برخه تحریم کړې وه، امو ته وویل چې د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د دغه سفارت ښکاره دریځ د دې لامل شوی چې طالبان پر سفارت زیات فشار راوړي، خو د قونسلي فعالیتونو د پریکون سربېره له طالبانو سره خبرو اترو ته داخل شوي، او د بدیل حل لارې په لټه کې دي.

د اتریش لپاره د افغانستان سفیرې منیژه باختري آمو ته وویل: «د افغانستان سفارت په تېرو دوو کلونو کې په ویانا کې په نړیوالو کنفرانسونو کې د خپلو څرګندو دریځونو او د طالبانو د سیاستونو په خلاف د نورو اقداماتو له کبله د طالب ډلې تر سخت فشار لاندې دی. دا فشارونه په بېلابېلو لارو کارول شوي او اوس د دې سفارت د قونسلګرۍ فعالیت په تحریم کولو سره طالبان غواړي چې سفارت سقوط وکړي.»

په لندن کې د افغانستان سفارت هم د طالبانو دې اعلامیې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د دغه سفارت د قونسلګرۍ د خدمتونو بهیر په عادي ډول روان دی.

په لندن کې د افغان سفارت د اعلامیې یوه برخه کې ویل شوی: «د ایران د اسلامي جمهوري د سفارت قونسلګرۍ یوه برخه، په لندن کې افغانستان د انګلستان او آیرلنډ جمهوریت کې د قونسلګرۍ خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د خپلو ګرانو هیوادوالو او مراجعینوته هره ورځ د سهار له ۹:۳۰ څخه تر ۴ بجو پورې د “دوشنبې” څخه تر “جمعې” پورې په خدمت کې دي.»

که څه هم طالبانو په افغانستان کې دننه سیاسي او پوځي واک ترلاسه کړی، خو لا هم د کورني او نړیوال مشروعیت په خلا کې اوسي او په بهر کې د افغانستان اکثره سفارتونه د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره تعامل نه لري.