افغانستان

احمد مسعود د اروپا په پارلمان کې: افغانستان د ترهګرۍ په مرکز او د خلکو لپاره په زندان بدل شوی دی

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود چې د طالبانو پر ضد د یوې پوځي جبهې مشري کوي، له څو ورځو راهیسې په فرانسه کې دی.

نوموړی د چهارشنبې په ورځ د اروپا پارلمان ته بلل شوی و او د افغانستان په اړه د دې پارلمان په ناسته یې ګډون وکړ.

ښاغلي مسعود د دې ناستې په څنډه کې خبرداری ورکړ، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان د ترهګرۍ په مرکز او د افغانانو لپاره په زندان بدل شوی دی.

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وویل: «افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ترهګرۍ په مرکز او د خلکو لپاره په زندان بدل شوی دی. موږ پر طالبانو پراخ سیاسي فشار ته اړتیا لرو، خو دا نه عملي کېږي.»

له دې سره هم‌مهاله د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړى چې د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې د ټي‌ټي‌پي يا د پاکستاني طالبانو تحريک څلور جنګيالي نيولي چې په افغانستان کې يې پوځي زده‌کړې ترلاسه کړي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، دغه کسان نجم الدین، ایاز خان، واجد علي او رحمان الدین نومېږي او د خیبر پښتونخوا له بونیر او چترال سیمو څخه نیول شوي دي. په راپور کې راغلي چې له دغو کسانو یې نجم الدین په افغانستان کې د ټلګرام مخابراتي شبکې له لارې د مفتي سجاد په نوم له یوه کس سره په اړیکه کې وو.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور یوه برخه: «درې تنه نیول شوي ترهګر له بونیر او یو له چترال ولسوالۍ نیول شوی او داسې بريښي چې په هدفي وژنو او د پيسو په اخیستو کې لاس درلود.»

د پوهنتون استاد غلام فاروق علیم په دې اړه وايي: «نن افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ په خوندي ځاله بدل شوی، د نشه‌يي توکو قاچاق وده کړې، سیاسي بې ثباتي شتون لري او طالبان له سیمې او نړۍ سره خپلو ژمنو ته، ژمن نه دي.»

افغان طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی ښودلی.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د پاکستان، تاجکستان او ایران په ګډون یو شمېر هېوادونو او د ځینو چارواکو د څرګندونو په اساس په سیمه کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندیښنې موجودې دي.

خو طالبانو په پرله‌پسې ډول ویلي چې د افغانستان له خاورې نړۍ ته هېڅ ګواښ نشته.