افغانستان سویلي آسیا

طالبانو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس ټولنیزه شبکه له پاکستانه د افغانانو د ایستلو په اړه د دغه هېواد وروستۍ پرېکړې ته په اشارې سره د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان چلند د نه منلو وړ بللی او ویلي یې دي چې پاکستان باید پر خپله طرحه له سره غور وکړي.

هغه ویلي چې «افغان کډوال د پاکستان په امنیتي مسایلو کې ښکېل نه دي او ترهغه چې دوی دوی په خپله خوښه له دې هېواده وځي، پاکستان باید هغوی وزغمي.»

دا په داسې حال کې دي چې پاکستان د سه شنبې په ورځ په دې هېواد کې تولو ناقانونه کډوالو له هغې جملې ۱،۷۳ میلیونه افغانانو ته حکم وکړ چې له دې هېواده ووځي پرته له هغې به په زور وایستل شي.

رویټرز لیکلي چې تراوسه روښانه نه ده پاکستاني چارواکي څه ډول د ناقانونه کډوالو له وتلو ډاډ ترلاسه کوي، یا څه ډول به دوی د ایستلو لپاره په ګوته کوي.

د اسلام آباد اعلامیه له افغانستان سره د پاکستان د تر ټولو ټیټې کچې اړیکو ښودنه کوي چې په تېره زېږدیزه میاشت کې د دغو دوو ګاونډیو ترمنځ له سرحدي نښتو وروسته لا ترینګلې شوې دي.

په تېرو ورځو کې د پاکستان اکسپرس تریبیون ورځپانې راپوټ ورکړی چې د دغه هېواد د پلازمیني اسلام آباد په بهاره کهو، ترنول، مهرآباد، ګلره او شمس کالونۍ سیمو کې د پولیسو د عملیاتو پرمهال ۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.

ددغه راپور پر بنسټ، کابو نیمايي نیول کسان د دوی د قانوني اسنادو له تایید وروسته بېرته خوشي شوي دي. خو ۳۷۵ نور کډوال چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، ټاکل شوې پولې ته ولېږدول او له دې هېواده وایستل شي.

پاکستاني پولیسو په داسې حال کې افغان کډوال نیولي چې څو ورځې مخکې د پاکستان د عبوري حکومت کابینې پرېکړه وکړه د افغانانو په ګډون ټول ناقانونه کډوال له دې هېواده وباسي.

د رپوټونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته کابو ۴۰۰ زره افغانان په ناقانونه توګه پاکستان ته تللي او کابو ۷۰۰ زره نورو له وړاندې له قانوني اسنادو پرته په دې هېواد کې ژوند کاوه.

د پاکستان حکومت ویلي چې د یو میلیون او سل زره افغان کډوالو د ایستلو زمینه به برابره کړي.