افغانستان

مک‌کال: امریکا هڅه کوي د طالبانو ترهګریز فعالیتونه کم ارزښته وښيي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایکل مک‌کال یو ځل بیا له طالبانو سره د چلند په څرنګوالي کې د بایډن پر حکومت نیوکه وکړه او په یوه بیانیه کې وايي چې امریکا هڅه کوي د طالبانو ترهګریز فعالیتونه کم ارزښته وښيي ترڅو طالبان د «ترهګرو له پوځي ځواک څخه د ګټې اخیستو» له قانون څخه مستثنا کړي، داسې قانون چې په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو یوه اونۍ وروسته د جورج بوش له خوا لاسلیک شو او امریکايي ځواکونو ته یې اجازه ورکړه له ترهګرو ملاتړې ډلې په نښه کړي.

د امریکا د کانګرس دغه لوړپوړی چارواکی وايي چې طالبان له القاعدې سره نږدې اړیکې لري او د داعش له خراسان څانګې سره له ۲۰۱۴ کال راهیسې د قدرت پر سر جنګېږي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس زیاتوي: «طالبان له خپل متحد القاعدې سره کار کوي ترڅو داعش چې ګډ دښمن یې دی ماته وخوري. دا په اصل کې د قدرت پر سر د دوی د شخړو یوه برخه ده.»

له طالبانو سره د اړیکو عادي کول او د هغو فعالیتونو جدي نه ګڼل چې دوی یې د ښځو او مخکینیو افغان پوځیانو په وړاندې ترسره کوي، د مایکل مک کال بله اندېښنه ده.

د کومانډو د ځانګړو عملیاتو قول اردو مخکینی قوماندان فرید احمدي وايي: «له نړۍ څخه زموږ غوښتنه دا ده چې طالبان ددغو بشري جنایتونو په وړاندې ځواب ویونکي کړي او د په رسمیت پېژندلو موضوع هېڅ مطرح نه شي.»

د ماکل مک کال په بیانیه کې راغلي چې امریکا باید له داعش سره د طالبانو د مبارزې له امله، له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي.

ظاهرا په وروستیو کلونو کې جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو له طالبانو سره د چلند په څرنګوالي کې بېلابېل لیدلوری لرلی دی.

د پوهنتون استاد اسحاق اتمر وايي: «تر هغه چې امریکایان په خپل منځ کې یوې هوکړې ته ونه رسېږي او چلند یې دوه ګونی وي، فکر کوم چې په دې برخه کې به پرمختګ ونه شي.»

د بایډن پر حکومت دا نیوکې په داسې حال کې مطرح شوې چې له دې مخکې جوبایډن په یوه خبري ناسته کې ویلي و چې القاعده یې په افغانستان کې د طالبانو په مرسته ځپلې ده.

خو وروسته د ملګروملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څارنې کمیټې په یوه راپور کې له القاعدې ډلې سره د طالبانو له ژورو اړیکو پرده پورته کړه.