د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، که طالبان د افغانانو حقونو ته درناوی ونه کړي، نه شي کولی د نړیوالې ټولنې برخه اوسي.
امیري ټینګار کوي، چې افغان مېرمنې او مدني فعالان باید د افغانستان په تړاو په مهمو ناستو او په تېره بیا په هغو غونډو کې چې طالبان په کې ګډون کوي، د پام وړ حضور ولري.
![](https://amu.tv/wp-content/uploads/2023/10/Screenshot-2023-09-30-150216.jpg)