افغانستان روغتیا

په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د ګوزڼ شپږمه بېلګه ثبت شوه

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د شپږمې مثبتې بېلګې د ثبتولو خبر ورکړ.

د طالبانو د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پولیو دغه مثبته بېلګه د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

ویل کېږي چې په دغه ویروس اخته ماشوم دوولس کلن دی.

په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړنیو عملیاتو د ملي مرکز رییس نیک ولي شاه مومن ددغه ویروس د مخنیوي لپاره د پولیو واکسین تطبیق بسندونه نه بولي او په کورنیو کې روغتیايي مسایلو ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې دي چې د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې د ننګرهار په بهسودو، بټي کوټ، دُربابا، کوټ او نازیانو ولسوالیو کې پنځه ماشومان د ماشومانو په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي چې د نوې بېلګې په ثبتولو په روان زېږدیز کال کې د پولیو د مثبتو بېلګو شمېر شپږو تنو ته ورسېد.

په داسې حال کې چې په ننګرهار ولایت کې د پولیو شپږ مثبتې بېلګې ثبت شوې، خو مسوولین د هېواد نورو سیمو ته ددغه ویروس د خپرېدو په اړه اندېښمن دي.

دا په داسې حال کې دي چې دوشنبې د تلې په درېيمه په هېواد کې د واکسینو سراسري کمپاین پيل شو.

ټاکل شوې په دغه کمپاین کې له پنځو کلونو کم عمره ۱۱ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.