افغانستان

په افغانستان کې د خوراک د نه خوندیتوب په اړه د خوړو د نړیوال پروګرام اندېښنه

د خوړو نړیوال پروګرام نوی راپور ښيي چې د روان کال له می تر اکتوبر میاشتې ۱۵ میلیونه او ۳۰۰ زره کسان د خوراکي توکو له سخت ناخوندیتوب سره مخ شوي دي.

د دغه راپور د موندنو پر بنسټ، له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو په ګډون ۴ میلیونه کسان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب د اندېښنې وړ بللی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې له کمښت وروسته د افغانستان په اړه خپل راپورونه زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل نوي راپور کې په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب کچه ډله بندي کړې ده.

د دغه راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې ۲ میلیونه او ۸۰۰ زره کسان د خوړو ناخوندیتوب په څلورمه کټګورۍ کې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره د ۳ میلیونه او ۳۰۰ زره ماشومانو په ګډون ۴ میلیونه تنه له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د راپور په یوه برخه کې خبرداری ورکړل شوی، که د ژمي له رارسېدو مخکې سختو سیمو ته مرستې پر وخت ونه رسېږي، احتمال لري چې د دغو سیمو اوسېدونکو له قحطۍ سره مخ شي.

په دغه راپور کې راغلي: «د دریمې او څلورمې درجې خلکو ته د خوراکي توکو مرسته، چې ممکن په سختو سیمو کې د ژمي موسم له امله قطع شي، اصلي لومړیتوب دی. که پر وخت او کافي مرسته ونه شي نو د قحطۍ امکان شته. که د خوړو نړیوال پروګرام په راتلونکو څو اونیو کې بودیجه ترلاسه نه کړي، نه شي کولی په نومبر په میاشت کې دا تشه ډکه کړي.»

محمد یونس ۵۶ کلن دی او د تالقان ښار په سړکونو توکي پلوري.

وايي، عايد یې د خپلې اته کسيزې کورنۍ اړتيا نه پوره کوي او کله ناکله يې کورنۍ د شپې په لوږه ويده کېږي.

نومړی د خپل ناوړه اقتصادي وضعیت له امله ژړا ته راغلی. هغه زیاتوي: «عاید مې د اته کسیزې کورنۍ لګښت نه پوره کوي، موږ ځینې شپې وږي ویده کېږو. له همدې امله له ناوړه اقتصادي وضعیته تر پوزې راغلی یم.»

د خوړو نړيوال پروګرام د اقتصادي فعاليتونو کموالى او وچکالي په ځانګړي توګه د افغانستان په شمالي ولايتونو کې مرستو ته د اړمنو خلکو د زیاتېدو عمده لاملونه ګڼي.

تر دې مخکې دغه سازمان په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې خپلې مرستې له ۱۳ میلیونو ۳ میلیونه تنو ته راکمې کړې.