افغانستان

بلینکن له افغانستانه د وتلو په اړه د بایډن له پرېکړې په دفاع کې: موږ سم کار کړی

U.S. Secretary of State Antony Blinken speaks about climate change at the Chesapeake Bay Foundation in Annapolis, Maryland, U.S., April 19, 2021. Jacquelyn Martin/Pool via REUTERS

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له CNN سره په مرکه کې یو ځل بیا له افغانستانه د وتلو له پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې د امریکا بل نسل به افغانستان ته ولاړ نه شي چې د شل کاله پخوا په څېر هلته وجنګېږي او مړه شي.

ښاغلي بلېنکن په دې خبرو کې همدارنګه ټینګار کړی چې د بایډن ادارې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې او اوس هم د وتلو د بهیر ټول اړخونه په دقت سره څېړي، څو هر څه سم پر مخ ولاړ شي.

خو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال له CNN خبري شبکې سره په یوه جلا مرکه کې ویلي چې د بایډن د ادارې ځینې اوسني او پخواني چارواکي له افغانستانه د وتلو د بهیر په اړه د ځواب ویلو لپاره را غواړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه له افغانستانه د وروستي امریکايي پوځي له وتلو څه باندې دوه کاله تېریږي، خو د بایډن اداره لا هم د خپلې پرېکړې په دفاع بوخته ده.

جوبایډن د امریکا څلورم ولسمشر و چې په افغانستان کې یې جګړه په میراث اخیستې وه، خو اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له CNN خبري شبکې سره په مرکه کې وايي د بایډن ادارې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښود.

ښاغلی بلینکن وایي، د بایډن اداره د وتلو د بهیر ټولې پریکړې دقیقې څاري څو هر څه سم پر مخ ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي: «نو موږ سم کار وکړ. خو د ډاډ لپاره به موږ هر څه او د خپلو ټولو پرېکړو اړخونه چي ترسره کړي مو دي په ځیرتیا سره وڅېړو څو ډاډ ترلاسه کړو چې هر څه سم پرمخ ځي، څو ټول ښکېل کسان احساس وکړي چې د دوی د عزیزانو د قربانۍ سره سره مناسب عدالت ترسره شوی دی.»

خو د افغانستان د پرېښودو د پرېکړې منتقدین لا هم د بایډن اداره له افغانستانه په وتلو په تېره بیا د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د تروریستي حملې د ګواښ په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورنوي.

په تازه مورد کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال له CNN خبري شبکې سره په یوه جلا مرکه کې ویلي چې د افغانستان د وتلو د بهیر په اړه به د بایډن ادارې یو شمېر اوسني او پخواني چارواکې د ځواب ویلو لپاره را وبولي.

د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس مایکل مک کال وايي: «هو، زه غواړم له جین ساکي سره خبرې وکړم. نوموړي له سپینې ماڼۍ پیغامونه وړاندې کول چې د هغه څه سره یې چې په سیمه کې پیښېدل، توپیر درلود. له جان کربي سره، چې ویل يې هېڅ جنګي مهمات چېرې نه دي پاتې دا احمقانه ده. پوهیږئ، د ۷ ملیارد ډالرو په ارزښت وسلې چې کولی شم تاسو ته د هغې ماهیت او پیسې وښیم چې پریښودل شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت له ند پرایس سره چې بېلابېلې خبرې یې کړې. موږ هغوی ته لیکونه استولي چې وضاحت ورکړي.»

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکا له وتلو سره، طالبانو یو ځل بیا واک ترلاسه کړ او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په ګډون د یو شمېر نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې، نجونې، او مذهبي لږکي د بشري او اقتصادي وضعیت له پلوه سختې ورځې تیروي.

د تخار اوسېدونکی احمدالله وايي: «د سولې خبرې باید پایلې ته رسیدلې وې، له بده مرغه چې دا کار ونه شو او افغانستان په یوه ناورین ډوله وضعیت کې یوازې پاتې شو. د سولې خبرې پایلې ته ونه رسیدې. دا وتل بې معنا وتل دي، او هغه وتل دي چې د امریکایانو ناکامي ښیي.»

د افغانستان د پخواني حکومت ثبات ته نه پاملرنه، ګډوډي او د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د تروریستي برید رامنځ ته کېدل هغه جدي نیوکې دي چې له افغانستانه د وتلو د بهیر په تړاو د بایډن پر ادارې شوې دي.