افغانستان

جنرال مک‌کنزي: د داعش خراسان څانګه پر امریکا د برید توان لري

د امریکا د مرکزي قوماندې پخوانی قوماندان جنرال مکینزي وايي، د داعش خراسان څانګه له افغانستان بهر پر امریکا د برید توان لري.

دغه امریکايي جنرال لا هم د امریکا له امنیتي ګټو د دفاع لپاره په افغانستان کې د خپل هېواد د پوځیانو د حضور پر اړتیا ټینګار کوي.

د افغانستان ځينې پخواني پوځيان هم په افغانستان کې د داعش شتون او فعاليتونه د هېواد او سيمې د امنيت لپاره جدي ګواښ بولي.

د پینټګان یا د امریکا مرکزي قوماندې پخوانی قوماندان جنرال فرانک کینت مک کنیزي چې له افغانستانه یې د وتلو بهیر اداره کاوه؛ دلته په فاکس نیوز کې، له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو په پریکړه پښېماني ښیي.

جنرال مک کینزي باور لري چې د داعش خراسان څانګه پر امریکا د برید توان لري او د امنیتي ګټو لپاره لا هم په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو حضور ته اړتیا ویني.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان فرانک کینت مک‌کنزي وايي: «زه باور لرم چې تاریخ به له افغانستانه د وتلو پریکړه او هغه طریقه چې موږ ترسره کړه او په هغه لاره چې یې موږ یې وتلو تخ هدایت کړو یوه وژونکي نیمګړتیا ګڼل کیږي، او زه فکر کوم چې تاریخ به په دې اړه خورا سخت وي.»

د داعش د شتون او فعالیت په اړه اندیښنه په دې وروستیو کې د شانګهای سازمان په غونډه کې هم یاده شوه. هغه سازمان چې د منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان سره یوځای چین، ایران او روسیه هغه درې هېوادونه دي چې ظاهراً له طالبانو سره هم تعامل لري. خو تر هر څه د مخه د منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعش د ودې او له دې لارې د زیانمنېدو په اړه ډېر اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې پر فعالیتونو اندېښنه ښودلې ده. دغې ډلې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بریدونه تنظیم کړل. زیاتره یې شیعه ګان په نښه کړل او حتی د طالبانو ځینې چارواکي یې هم ووژل.

پوځي کارپوه ثمر سادات وايي: «دوی د خپلو ستراتیژیکو موخو له مخې طالبان، چې د بحران لامل وو، په افغانستان واکمن کړل، او طبیعي ده، چې دوی خپله ضمیمه چې القاعده او داعش دي، لري چې اوس په افغانستان کې فعال دي.»

طالبان په افغانستان کې داعش د یو ګواښ او اندېښنې په توګه مني، خو وايي چې د دغې ډلې بریدونو ته یې چټک ځواب ورکړی دی. تازه قزاقستان ویلي چې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر ۶ زره تنو ته رسېدلی دی.