افغانستان

بهرنیو هېوادونو ته پر لاره د شپږو افغانانو مړینه

د شنبې په ورځ د هغو کډوالو کښتۍ چې د بېلابېلو هېوادونو په تېره بیا افغانستان او سوډان اوسېدونکي وو، د فرانسې شمالي سواحلو ته نږدې ډوب شوه او په پایله کې یې شپږ تنه افغانان مړه شول.

رویټرز راپور ورکړی چې په پناه غوښتونکو کې بوډاګان او ماشومان هم وو او غوښتل یې په ناقانونه توګه بریتانیا ته ولاړ شي.

په هغه کښتۍ کې چې د مانش په کانال کې ډوب شوه شپېته تنه پکې سپاره وو.

د فرانسې سیمه‌يیز ښاروال فرانک درسن وايي: «د ژغورنې پراخ عملیات د سهار په شپږو بجو په داسې حال کې چې د کډوالو لسګونه کښتیو هڅه کوله په یو وخت له بندره تېر شي پيل شول.»

فرانسوي چارواکو ویلي چې د فرانسې او بریتانیا ترمنځ کانال په نړۍ کې د کښتیو د تګ راتګ تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډکه لاره ده او په کوچنیو کښتیو کې تلل خطر لري.

د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالین وایي چې ناقانونه کډوال د لارې په اوږدو کې د غلاوو، یرغمل نیولو او مړینې په ګډون ګڼو خطرونو سره مخ کېږي.

یو شمېر افغان کډوال وايي چې د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله له هېواده وتلي او اړ دي چې د قاچاق لارې غوره کړي.

یو کډوال وحیدالله امیني په دې اړه وايي: «په افغانستان کې وضعیت ډېر خراب دی او د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی له همدې امله موږ کډوالۍ ته اړ شوي یو.»

دوی وایي چې د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې کاري زمینې کمې شوې دي.

د کابل اوسېدونکی محمد عرفان هم باوري دی: «که په افغانستان کې کار نه وي ولې خلک د ښه ژوند د موندلو لپاره قاچاقي لاره غوره کړي.»

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې د اته سوه پناه غوښتونکو مړي هېواد ته وروړل شوي دي چې ډېری دا کسان پر لارو په تېره بیا د یونان په اوبو کې مړه شوي دي.