افغانستان

مک کال د امریکا له استازو وغوښتل چې له طالبانو سره کتنې ودروي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ته ویلي چې له طالبانو سره دې لیدنې او له هغوی سره دې د اړیکو عادي کول ودروي.

مایکل مک کال ټینګار کوي چې د رینا امیري د کار له پیل راهیسې طالبانو د ښځو د ځپلو لپاره ډیر فرمانونه صادر کړي دي.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعالانې له طالبانو سره د امریکايي استازو پر ليدنو نیوکه کوي او وايي چې امریکا د ښځو حقونو ته د درناوي لپاره پر طالبانو لازم فشارونه نه‎ دي راوړي.

په قطر کې د طالبانو له استازو سره له ليدنې وروسته له طالبانو سره د تعامل په اړه د رينا اميري څرګندونو توند غبرګونونه راپارولي دي.

په تازه وخت کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر په یوه ټویټ کې رينا اميري ته لیکلي چې افغانانو له امریکا نه دي غوښتي چې له طالبانو سره دې تعاما وکړي.

ښاغلي مک کال ټینګار کړی، چې پر دې مقام د رینا امیري له ټاکل کېدو وروسته د طالبانو له خوا پر ښځو محدودونکي فرمانونه زیات شوي او د امریکا له دې استازې یې غوښتي، چې دا ډول ناستې چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو لامل کيږي. او له افغان ښځو او نجونو سره مرسته نه کوي، بايد بندې شي.

د امريکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک کال وايي: «افغانانو له امریکا نه دي غوښتي چې له طالبانو سره ډېر تعامل وکړي. ځکه دا ناستې نه یوازې دا چې له افغان ښځو او نجونو سره مرسته نه کوي، بلکې د طالبانو د عادي کېدو لامل کېږي. دا ناستې باید ودرول شي.»

سیاسي فعال نثار احمد شیرزی وايي: «د طالبانو له مشرانو سره د رینا امیري لیدنه له افغان ولس او په ځانګړې توګه له افغان ښځو سره د امریکا دوه مخی سیاست دی، چې افغان ولس ته به د منلو وړ نه وي.»

ښځې هم د هغه څه په اړه چې د دې ډول ناستو دوام د امریکا او طالبانو د اړیکو د عادي کېدو لامل کيږي، اندېښمنې دي.

د ښځو حقونو فعاله معصومه اکبري وايي: «ټولې هغه پرېکړې چې د ښځو په اړه کېږي، د افغان مېرمنو له مشورې پرته کېږي. موږ غواړو په هره غونډه کې چې د افغانستان په اړه پرېکړه کېږي، بايد افغان مېرمنې هم په کې حضور ولري.»

یو شمېر ښځې چې دا مهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي وايي، هغه درد چې دوی یې تېروي، هغه کسانو ته چې دا تجربه نه لري، د درک وړ نه ده او له امریکايي استازو غواړي چې د دوی دا درد باید له پامه ونه غورځول شي.

د ښځو حقونو فعاله صابره عظيمي وايي: «د افغان ښځو په درد هغه کسان پوهيږي چې دلته ژوند کوي او له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، نه هغه ښځې چې له هېواده بهر دي.»

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تر هغې چې طالبان د افغانانو حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی ونه کړي، په رسميت به ونه پېژندل شي.