ورزش

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له ایران سره د لوبې ډګر ته ورځي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله چې د تاجکستان په کوربتوب په دوشنبه ښار کې د کافا فوټسال روانو سیالیو د نوملړ په سر کې ده، په داسې حال کې نن د ایران د فوټسال ملي لوبډلې پروړاندې لوبېږي چې په تېرو دوو لوبو کې یې قرغزستان او ازبکستان ته ماتې ورکړې ده.

د افغانستان فوټسال لوبډله به د نن ورځې لوبې په ګټلو د دې سیالیو د دوام لپاره غوره شرایط ولري.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې روزونکی مجید مرتضايي وايي: «موږ پوهېږو چې تراوسه د کار په لومړیو کې یو، خو تاسو به په راتلونکي کې د افغانستان په اړه لازیات څه واورئ. زموږ موخه دا وه چې په څلورو لوبډلو کې راشو، خو په تېرو دوو بریاوو سره آن د اتلولۍ هیله هم کولای شو. موږ ټولې هڅې کوو چې په دغو لوبو کې بریالي شو.»

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په داسې حال کې له ازبکستانه لوبه وګټله چې تېر کال یې په ۵ ګولونو سره له دې لوبډلې ماته خوړلې وه.

د فوټسال ملي لوبډلې دویمې لوبې ځینې نورې برخې هم لرلې او د لوبډلې ګول ساتونکي محمد جواد صفري له تېروتنې وروسته سور کارت واخیست.

د افغانستان د فوټسال لوبډلې لوبغاړی رضا حسین‌پور وايي: «له ازبکستان سره لوبه سخته وه، موږ په بري سره وښودله چې د اتلولۍ لپاره راغلي یو، موږ تر وروستیو شېبو د بري لپاره مبارزه کوو.»

د ایران د فوټسال ملي لوبډله به د درېیمې لوبې لپاره په داسې حال کې له افغانستان سره سیالي وکړي، چې په تېرو دوو لوبو کې یې یوازې ۳ امتیازونه ترلاسه کړل.