ساینس او ټکنالوژي

په فضا کې خاور ته سپارل؛ یوه امریکايي ښځه او خاوند خپلې ډي آن اې فضا ته لېږي

فضا کې د خښولو موضوع ښايي کمه اورېدل شوې وي؛ خو سلسټیس شرکت تر دوو لسیزو زیاته موده کېږي چې همدا کار کوي.

ټاکل شوې دغه شرکت د روان کال په پای کې د نږدې ۲۰۰ سوځول شویو کسانو ایرې او یا د ژوندیو انسانانو ډي‌اېن‌اې فضا ته ولېږي.

امریکايۍ جوړه جري پایولس او الیزابټ پایولس د اوږدو لارو له سفرونو سره مینه لري؛ هغوی خپله ډي‌اېن‌اې سلسټیس شرکت ته ورکوي ترڅو سلګونه کیلومتره لیرې یې فضا ته ولېږي.

جري پایولس وايي: «موږ ټول غواړو یو ډول تلپاتې واوسو او دا زموږ لپاره هغه فرصت و، ترڅو وکولای شو داسې یو کار وکړو چې هېچا نه دی کړی، داسې ځای ته ولاړ شو چې هېڅوک نه دي تللي. زموږ ډي‌اېن‌اې به تر فضا پورې ولاړه شي.»

سلسټیس شرکت به د لومړي ځل لپاره د انسان ډي‌اېن‌اې او ایرې د لمر مدار کې کېږدي ترڅو د تل لپاره د شمسي منظومې شاوخوا کې وګرځي.

د سلسټیس شرکت رییس کولبي یانګبلډ وايي: «دا به په نړۍ کې زموږ د تمدن لومړنی زېرمه وي. له دې مخکې هېچا دا کار نه دی کړی. موږ به د مړو او سوځول شویو کسانو ۱۹۶ کپسوله ایرې یا د ژوندیو انسانانو ډي‌اېن‌اې ولېږدوو. خو دا کپسولونه به په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره فضا کې ۳۳۰ کیلومتره لیرې ځای ته ورسېږي.»

دا شرکت له خپلو مشتریانو فضا ته د سوځول شویو کسانو د ایرو یا د ژوندیو انسانانو د ډي‌اېن‌اې د لېږدولو لپاره تر ۱۲۵۰۰ ډالرو پیسې اخلي.