د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د ښځو له وضعیته اندېښنه څرګندوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې هېواد کې د ښځو له حقونو دفاع وکړي.
د دغه سازمان په پیغام کې ویل شوي چې افغان مېرمنې په یوازیتوب د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو پروړاندې مبارزه کوي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي چې افغان مېرمنې او نجونې له خپلو ټولو حقونو او ازادیو بېبرخې شوې دي.
نازنین دوولس کاله عمر لري او ټاکل شوې وه سږ کال اووم ټولګي ته ولاړه شي، خو تر اوسه ښوونځي ته د هغې تګ یوازې یوه هیله ده. نازنین ښوونځي ته د تلو پر ځای د کابل پر سړکونو اوبه پلوري او له یوه ناروښانه راتلونکي سره مخ ده.
زدهکوونکې نازنین وايي: «زه له سهاره تر ماسپښين پورې اوبه پلورم، پخوا به ښه و ښوونځي ته هم تلم.»
د بښنې نړیوال سازمان وايي چې افغانې نجونې او ښځې په غیرقانوني توګه نیول او شکنجه کېږي.
ښځو حقونه فعاله طاهره ناصري وايي: «هدفي وژنې کېږي، د مخکیني نظام کارکوونکي په زور او شکنجې زنداني کېږي، جبري نکاح ورسره کېږي، له جنسي ځورونې سره مخ کېږي، بې وزلي زیاته شوې او افغان ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.»
طالبانو څو ځله ویلي چې د شرعي احکامو له مخې یې د ښځو حقونه په پام کې نیولي دي، خو ډېری دیني عالمان له طالبانو پوښتي چې ایا د ښځو پر زدهکړو بندیز د اسلام دین د سپارښتنو پر بنسټ دی؟
د بښنې نړیوال سازمان هم غوښتنه لري چې د ښځو پرضد د طالبانو اقدامونه باید د «بشریت پروړاندې د جنایت» په توګه وګڼل شي.