طالبانو نن یکشنبې د غبرګولي په ۲۱مه په یوه اعلامیه کې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا راپور رد کړ او هغه یې «یو اړخیز، مغرضانه او له واقعیته» لیرې وباله. په دغه اعلامیه کې چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا خپره شوې راغلي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو دوام «له تبعیض څخه ډک او د خپلواکۍ او نه لاسوهنې له اصولو سره په ټکر کې دي.»
