ورزش

توره بوړه، د بن لادن له پټنځایه د والیبال سیالیو تر کوربتوبه

د پچیر آګام ولسوالۍ د تورې بوړې غرونه چې یو وخت د القاعدې د مشر اسامه بن لادن پټنځای و، پر دې سیمه د القاعدې د مشر او د دغې ډلې غړو د وژلو لپاره د امریکا له خوا سخت هوايي بریدونه شوي دي.

اوس له کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په دې سیمه کې د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د پچیراګام ولسوالۍ په توره بوړه تاریخي سیمه کې د ختیځ زون په کچه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

دا لوبې د تېرې دوشنبې په ورځ پیل او د جمعې په ورځ پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي دا سیالۍ تېره دوشنبه پيل او د جمعې په ورځ پای ته ورسېدې چې موخه یې د ځوانانو د سالمې روزنې او کلیوالو سیمو کې د والیبال د پیاوړو لوبغاړو موندل دي.

اخوا، په ننګرها ر کې د طالبانو د ورزش رییس عبدالسلام وزیروال وايي: «تراوسه چې ورزش په ښار کې و اوس هڅه کوو سپورتي لوبې کلیوالو سیمو ته ولېږدوو ترڅو ځوانان له نشه یي توکو وژغورل شي، هڅه کوو د بېلابېلو برخو لوبې انتقال کړو، دا چې اوس ننګرهار ګرم دی، نو هغه ولسوالۍ چې سړې سیمې لري هلته لوبې ترسره کوو.»

لوبغاړي هم له دغو لوبو خوښ دي او هیله من دي چې له دې لارې به غوره لوبغاړي لومړی ولایتي بیا ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړي.

ددغو لوبو یو لوبغاړی خالد وايي: «مشرانو نه غواړو چې دا دول سیالۍ ډېرې کړي او ځوانان وهڅوي چې ملي او ولایتي لوبو ته لار پيدا کړي او باید ځوانانو ته خدمات وړاندې شي.»

ددغو لوبو بل لوبغاړی شفیق الله وايي: «په زړه پورې لوبې وې د لیرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي هم راغلي دي، غوښتنه کوو چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې دا ډول سیالۍ ترسره کړي چې پټ استعدادونه را ښکاره او بیا ولایتي، نولس کلنو او ملي لوبډلو ته لاره پيدا کړي.»

د دغو لوبو لیدلو ته د سیمې د اوسېدونکو ترڅنګ د دې ولایت له نورو ولسوالیو هم ګڼ شمېر مینه وال ورغلي دي.

د چپرهار اوسېدونکی تاج محمد مخلص وايي: «څو ورځې کېږې چې پچیراګام ته راځو، له ولایتونو هم خلک راځي، دا ښه او منظره لرونکې سیمه ده، ځوانان به له نشو او بې ځایه ګرځېدو وژغورل شي.»

افغانستان ته د امریکايي ځواکونو له راتګ او تورې بوړې ته د اسامه بن لادن له پناه وړلو ۲۲ کاله تېرېږي. اوس امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلي او طالبان بیاځلې واک ته رسېدلي دي.

په داسې حال کې چې په دې سیمه کې ځوانان له والیبال سیالۍ خوند اخلي، توره بوړه لاهم د طالبانو او القاعدې ترمنځ رابطې یاد تازه کوي. داسې اړیکې چې آن نن یې هم نړۍ په اړه اندېښنه لري.