ویډیوګانې

د ۱۴۰۲ د غبرګولي اوولسم د ۱۰ بجو خبرونه

د هېواد په شمال کې سرپل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي دي.

د سرپل ولايت د طالبانو چارواكو د دغه ولايت رسنيو ته ويلي، چې دا پېښه نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې په صياد ولسوالۍ كې هغه مهال رامنځته شوه، چې يو مسافر وړونكى موټر له واټ څخه واوښت او چپه شو. د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې په دې پېښه کې ۱۲ ښځې، اته ماشومان او څلور نارینه وژل شوي دي. د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی.