افغانستان

د طالبانو په بیا واکمنېدو د سنګسار او دُرو راستنېدل

یوناما افغانستان کې د بدني سزاوو او اعدام تر نامه لاندې په یوه ۱۸ مخیز راپور کې لیکلی، چې دغه بنسټ د طالبانو له خوا د دُرو وهلو، سنګسار، په سړو اوبو کې د خلکو د درولو، په جبري توګه د سر وېښتانو د خرېیلو او د وهلو ټکولو پېښې مستند کړې دي.

د یوناما د راپور له مخې طالبانو پر افغانستان له واکمنۍ وروسته د روان زېږدیز کال تر پایه د ۸۰ ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۳۸۹ تنه د خلکو په وړاندې په دُرو وهلي دي.

په دې راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې سمنګان ولایت کې یوه ښځه د طالبانو تر متروکو لاندې مړه شوې ده.

په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شینکۍ کړوخېل د طالبانو له خوا د افغانانو د سزا کولو په غبرګون کې وايي: آیا واقعا هغه څوک چې تورنېږي او سزا ورکول کېږي د مدافع وکیل د نیولو حق لري که نه؟ یعنې څوک نه شي کولاي له خپل حقه دفاع وکړي.»

په دې راپور کې د طالب مشرانو په حضور فراه ولایت کې د یوه کس وژلو ته اشاره شوې ده، چې یوناما یې په قضايي حکم سره اعدام بولي او همداراز راغلي چې یو بل کس د بدخشان په نُسي ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال په امر د سنګسار له امله مړ شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د بدخشان په نُسۍ ولسوالۍ کې د طالبانو په حکم د سنګسار په پېښه کې یو تن مړ شوی دی.

یوناما د هغو کسانو نندارې ته اېښودل چې طالبانو په بېلابېلو نومونو په څلورلارو او سړکونو کې ځړولي هم ثبت کړي او هغه یې د شکمنو جنایت‌کارانو د مړیو نندارې ته اېښودل بللي دي.

یوناما په دې راپور کې د حدودو احکامو او د طالبانو په دوره کې تر دیوال لاندې کولو ته پام نه دی کړی.

خو له دې مخکې د طالبانو د سترې محکمې مرستیال اعلان وکړ، چې د دې ډلې محکمو په ټول هېواد کې لسګونه تنه د قصاص، د حدودو عملي کولو، تر دېوال لاندې کولو او سنګسار محکوم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه د یوناما دغه راپور بې‌بنسټه بللی دی او ادعا کوي چې افغانستان کې عدالت تامین دی.

له بلې خوا، په دې راپور کې یوناما صحرايي اعدامونو او د افغانستان د مخکیني حکومت د کارکوونکو او پوځیانو شکنجې او وژلو ته هېڅ اشاره نه ده شوې.

یوناما وايي چې طالبانو په تېر شلو کلونو کې په دُرو وهلو، ټکولو، په مرمیو د بدن د غړو پرې کول، راځړول او د سر پرې کولو ته دوام ورکړی او د دغه بنسټ د شمېرو له مخې د ۲۰۱۰ زېږدیز کال د اګسټ له ۱۵ د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ تر پنځلسمې نېټې ۲۱۳ تنه د طالبانو د کارنامو له امله مړه او ۶۴ نور هم ټپیان شوي دي.
په دې لړ کې، یوناما ویلي چې له بدني سزاوو سره سخت مخالف دي او ژرترژره یې د اعدامونو د درولو غوښتنه کړې ده.