په نادولتي موسسو او له هغې وروسته د ملګروملتونو سازمان په دفترونو کې د ښځو د کار مخنیوی، میلیونونه کورنیو ته د دغه سازمان د بنسټونو له لوري د مرستې رسولو بهیر د درېدو لامل شوی دی.
په هرات ښار کې د واټ ترڅنګ یو شمېر پلورونکي وايي، له څو میاشتو راهیسې پر دوی د خیریه سازمانونو مرستې بندې شوې دي.
ماه ګل چې مخکې په هرات کې د عامه خوندیتوب ریاست کارکوونکی و او پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته وزګاره شوه، وایي بې وزلي له یوې خوا او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی له بله پلوه ژوند ورته ګران کړی دی.
هغې وویل: «زه درې کاله د عامه خوندیتوب ریاست کارکوونکې وم خو اوس وزګاره شوې یم او له مجبورۍ د سړک تر څنګ توکي پلورم، مرستې بندې شوې او له لوږې اړ یو چې د واټ ترغاړې کار وکړو.»
یوه بله مېرمن آصفه ده چې د هرات ښار په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې وه.
نوموړې وايي، له زده کړو د نجونو له منع کولو او د یو شمېر خصوصي ښوونځیو له تړلو وروسته یې دنده له لاسه ورکړې او اوس د واټ ترڅنګ توکي پلوري.
هغې وویل: «زه مخکې په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې وم، د ښوونې او روزنې له پوهنتونه فارغه شوم، شپاړسم ټولګي مې خلاص کړ، خاوند مې د بډوډو ناروغي لري او دوه غبرګوني ماشومان لرم، اوس د کورنۍ د اړتیاوو برابرولو په موخه مجبوره یم د واټ ترڅنګ توکي وپلورم، د کمزوري اقتصاد له امله کارګر نه نیسم.»
غلام سخي هم ۲۶ کاله د هرات پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي کارکوونکی و او وايي چې بې وزلۍ اړ کړی د واټ ترڅنګ توکي وپلوري ځکه طالبان د هغه د تقاعد پیسې نه ورکوي.
نوموړي زیات کړه: «ما ۲۶ کاله په هرات پوهنتون کې کار وکړ، درې نیم کاله کېږي چې چا د تقاعد معاش نه دی راکړی او مجبوره یم توکي وپلورم.»
په داسې حال کې چې د خوړو د نړیوال پروګرام له خوا د ورکړ شویو شمېرو له مخې (WFP)افغانستان په اوسني وخت کې له یوه بې مخینې ناورین سره مخ دی.
د دغه سازمان په وینا په ۲۰۲۳ میلادي کال کې کابو ۲۸ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري. له دې جملې شل میلیونه یې له سختې لوږې او شپږ میلیونه نور به قحطۍ ته نږدې وي.