افغانستان

طالبانو ته د ښځینه کارکوونکو د کار د مخنیوي له پایلو د ملګروملتونو خبرداری

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر د وري میاشتې په ۲۲مه په یوه بیانیه کې يوځل بيا د طالب واکمنو هغه پريکړه په کلکه غندلې چې په افغانستان کې یې له ملګرو ملتونو سره د افغان ښځو پر کار بنديز لګولی دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي، د افغانستان د عامه او ورځني ژوند په ډېرو برخو کې د ښځو او نجونو د ونډې د سخت محدوديت په موخه د طالب واکمنو له خوا د توپیري کړنو یو بل ګام دی.

په بیانیه کې ویل شوي، دا بنديز د ملګرو ملتونو سازمان د منشور په ګډون د نړيوالو قوانينو له مخې ناقانون دی، نو په دې توګه يې ملګري ملتونه یې نشي منلی.

د ملګروملتونو سازمان ویلي، د دغه بنديز له لارې، واکمن طالب چارواکي هڅه کوي چې ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو، خدماتو د وړاندې کولو او د هغو نورمونو او اصولو تر منځ چې موږ يې د ساتنې دنده لرو يو ډارونکی انتخاب وکړو، دا بايد روښانه وي چې پر افغان ولس د دغه ناورين هر ډول منفي پايلې به د واکمنو چارواکو پر غاړه وي.

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او په هېواد کې ددې سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبايوا لخوا د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۵ پورې د عملياتي چارو د بياکتنې لړۍ پيل شوې ده.

په دې موده کې به په افغانستان کې ملګري ملتونه اړينې مشورې ترسره، عملياتي تنظيم رامنځته او د ټولو ممکنه پايلو لپاره به چټک بيړني پلانونه جوړ کړي.

ملګري ملتونه به د امنیت شورا لخوا له ټاکل شوي ماموريت سره سم له طالب چارواکو سره تر ممکنې کچې، اصولي او رغنده تعامل ته دوام ورکړي.

ملګروملتونو ویلي، ټولو ځايي کارکوونکو، ښځو او نارينه وو ته لارښوونه شوې چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې دندو ته ولاړ نه شي، خو یوازې په ځینو مهمو کارونو کې محدوده استثنا شته.

د دغه سازمان په بیانیه کې ټینګار شوی، ملګري ملتونه به هڅه وکړي چې له بشردوستانه اصولو او معيارونو سره سم ژوند ژغورونکي او د وخت اړين بشري فعاليتونو ته، د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د بين السازماني ادارو د دايمي کميټې د طرحې له مخې دوام ورکړي.

دغه سازمان وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې راهيسې، ملګري ملتونه د افغانانو د بې ساري کړاو د کمولو لپاره د مرستې رسولو هڅې کوي.

 ملګري ملتونه زیاتوي، په افغانستان کې د دغه سازمان کار د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره د بشردوستانه اړتياوو او د انسانيت، بې پرېتوب او خپلواکۍ د بشردوستانه اصولو پر بنسټ پرمخ ځي.

د ملګروملتونو سازمان په بیانیه کې راغلي، دا بنديز، د ۲۰۲۲ کال په دسمبر میاشت کې د هغو نه منونکو محدوديتونو غځول دي، چې د مرستې رسولو په لومړۍ کرښه کې پر نادولتي موسسو ولګول شول، چې په قصدي ډول د ژوند ژغورونکو او دوامداره مرستو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

دغه سازمان په پای کې زیاته کړې، دا له بشري حقونو او بشردوستانه اصولو سرغړونه ده، ځکه دغه سازمان د ټولو خلکو لپاره د سولې، ثبات او بشري حقونو په برخه کې د ملګرتیا پر بنسټ د دې سازمان له منشور سره سم فعالیت لري.

د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴مه د طالبانو اقتصاد وزارت په یوه لیک کې په دولتي او بهرنیو نادولتي بنسټونو کې د ښځو فعالیت تر امر ثاني پورې وځنډاوه چې د طالبانو دا اقدام له ډېرو غبرګونونو سره مخ شو.

د ملګروملتونو په وینا په ننګرهار کې د ښځو د کار له مخنیوي وروسته، دغه سازمان خپلو ټولو درې سوه زره او ۳۰۰ کارکوونکو ته چې ۴۰۰ یې مېرمنې دي، حکم کړی چې تر راتلونکو دوو ورځې خپلو دفترونو ته حاضر نه شي.

طالبانو تراوسه په یوناما کې د ښځو د کار د مخنیوي په هکله څه نه دي ویلي.

ویل کېدل که طالبان په دغو دوو ورځو کې یوناما ته ځواب ورنه کړي ښایي چې دا سازمان خپله پرېکړه وغځوي.