افغانستان

په افغانستان کې د ملګروملتونو دفترونه د دوو ورځو لپاره وتړل شول

د ملګروملتونو سازمان خپل ټول کارکوونکي د راتلونکو دوو ورځو لپاره رخصت کړل.

رویټرز د وري میاشتې په ۱۵مه د ملګروملتونو سازمان د ځینو سرچینو له قوله ولیکل چې دغه بنسټ له خپلو ټولو کارکوونکو غوښتي په «امنیتي لاملونو» خپلو دفترونو ته ولاړ نه شي.

رویټرز همداراز لیکلي چې د ملګروملتونو سازمان د ښځو د کار د مخنیوي په اړه له طالبانو بیا د لازیاتو معلوماتو غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا، په کابل کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یوناما وایي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو دفتر په ننګرهار ولایت کې د ښځینه کارکوونکو د کار د مخنیوي په اړه سخته اندېښنه لري. یوناما زیاته کړې چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له ښځینه کارکوونکو پرته کار نه شي کولای او د مرستې رسولو بهیر د ښځو له حضور پرته ناشونی دی.

له بله پلوه، په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وایي چې ټاکل شوې وه د بشردوستانه مرستتو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان مرستیال مارتین ګریفتیس پرون سه شنبې له افغانستان سره د مرستو د وضعیت په هکله خپل راپور دغه سازمان ته وړاندې کړي، خو دا ناسته هم لغوه شوه. د ښاغلي فایق په وینا ټاکل شوې وه چې مارتین ګریفیتس د نیویارک پروخت په لسو بجو د دغه سازمان په عمومي ناسته کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپل مفصل راپور وړاندې کړي، خو دا ناسته لغوه شوه.

ښاغلی فایق زیاتوي، چې طالبان له بشري مرستو د سیاسي باج اخیستو لپاره غواړي ملګري ملتونه تر فشار لاندې راولي، له همدې امله یې د دې سازمان په ټولو دفترونو کې ښځې له کار کولو منع کړې دي.

طالبانو د دې ډلې د مشر ملاهبت الله آخوندزاده په حکم په افغانستان کې په بهرنیو موسسو کې ښځې له کار کولو منع کړې دي. په افغانستان کې یو شمېر بهرنیو بنسټونو د طالبانو له خوا په دغو ادارو کې د ښځو د کار د مخنیوي له اعلانه وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول. لکه څنګه چې تراوسه اوو لویو مرستندویه بنسټونو په هېواد کې خپل فعالیتونه درولي دي.

د طالبانو له دې پرېکړې وروسته، د ملګروملتونو سازمان ددغې پرېکړې په غبرګون کې له بهرنیو موسسو د ښځو د کار کولو مخنیوی غندلی او ویلي يې دي چې د طالبانو دا حکم له بشري او بشردوستانه قوانینو سرغړونه ده.

د ملګروملتونو سازمان په یوه بیانیه کې وویل چې د ټولنې په هره برخه کې باید د ښځو ونډې او حضور ته درناوی وشي.

د ملګروملتونو سازمان په دې بیانیه کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي و چې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د ښځو د آزادیو اخیستل او د ژوندانه له ټولو چارو د دوی سیستماتیک حذفول به افغانستان شا ته بوځي او له لازیاتو خطرونو سره به یې مخ کړي.

له هغې وروسته د ملګروملتونو سازمان درېیو چارواکو افغانستان ته سفرونه وکړل او پر ښځو یې د کار د زده کړو د مخنیوي د لیرې کولو په اړه له طالب چارواکو سره خبرې اترې وکړې، طالبانو هغه مهال په موقت ډول اجازه ورکړه چې په بهرنیو موسسو کې د تغذیې او روغتیا په برخو کې ښځې خپلو دندو ته دوام ورکړي.