افغانستان

په آنلاین ښوونیزو دورو کې له ګډونه د افغان نجونو او ښځو هرکلی

په افغانستان کې له زده کړو د نجونو او مېرمنو له مخنیوي وروسته، یو شمېر زده کوونکې او محصلینې هڅه کوي چې د آنلاین زده کړو خدماتو ته لاسرسی پيدا کړي. په دې لړ کې یو شمېر یې هڅه کوي هغو کسانو ته چې ښوونځي او پوهنتون ته نشي تلای د زده کړو زمینه برابره کړي.

۲۲ کلنه صوفیه چې د طالبانو د محدودیتونو له امله پوهنتون ته له تلو بې برخې شوې، اوس هره ورځ په آنلاین بڼه انګلیسي ژبه زده کوي.

صوفیه په دې اړه وايي: «په داسې شرایطو کې چې موږ ښوونځي، پوهنتون او هر ډول ښوونیز بنسټ ته له تلو منع شوې یو، په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره ښه فرصت آنلاین زده کړه ده. له همدې امله غواړم په آنلاین بڼه زده کړو ته داوم ورکړم، دا زما هیله ده، موخه مې دا ده په هېواد کې چې هر څه پېښېږي خپلې زده کړې بشپړې کړم.»

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې او مېرمنې له ښوونځي او پوهنتونه منع کړې.

ددغې ډلې چارواکو د هغه څه له امله چې د حجاب مسایل یې بللي، د نجونو او ښځو پرمخ یې ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.

خو صوفیه هیله منه ده چې دا مخنیوی لنډمهاله وي، ځکه د هغې په باور طالبان تر ابده ښځې او نجونې په «جهل» کې نشي ساتلی.

هغه وایي: «دا زموږ لپاره زړه بوږنوونکې ده؛ ځکه موږ په نړۍ کې یوازینی اسلامي هېواد نه یو، زیات شمېر اسلامي هېوادونه دي چې ښځې او نجونې پکې د کار، ښوونځي او پوهنتون ته د تلو اجازه لري او آن دا اجازه لري چې موټر وچلوي. په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت واقعاً د اندېښنې وړ دی.»

هغه نجونې او مېرمنې چې له زده کړو ناهیلې شوې، د صوفیه د آنلاین ښوونځي په شان لارو سره غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

ددغه آنلاین ښوونځي مسوولین وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته د نجونو او ښځو شمېر له ۵۰ څخه اوس ۵۰۰ تنو ته زیات شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، زیات شمېر ښځو او نجونو آنلاین زده کړو ته د لاسرسي په موخه د «رومي اکاډمۍ» په شان بنسټونو ته صوفیه پکې زده کړه کوي، غوښتنې لېږلې دي.

ددغه ښوونیز مرکز مسوولین وایي چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې د ۵۰۰ زده کوونکو او محصلینو لپاره د آنلاین زده کړو زمینه برابره کړې ده.

خو ټولې مېرمنې د صوفیې په شان ښه بخت نه لري، د «رومي اکاډمۍ» د مسوولینو په وینا، د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او د لپ ټاپ د پېرلو، انټرنیټ او آنلاین زده کړو د نورو اړتیاوړ توکو د برابرولو وس نه لري.

له بلې خوا، دا مرکز هم نه شي کولای چې لازیاتې زده کوونکې ومني، ځکه دوی تر دې زیاتو ښوونکو د ګمارلو او توکو او وسایلو د برابرولو لپاره لازمه بودیجه نه لري.

په ۲۰۰۱ کال کې کله چې د طالبانو حکومت سقوط شو، په افغانستان کې هېچا انټرنیټ ته لاسرسی نه درلود، خو په تېرو دوو لسیزو کې د لوېدیځو هېوادونو له حضور وروسته، نړیوال بانک راپور ورکړی چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط مخکې وخت پورې، ۱۸ سلنه خلکو په هېواد کې انټرنیټ ته لاسرسی درلود.

د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره سره، دغې ډلې تراوسه د انټرنیټ د محدودولو لپاره اقدام نه دی کړی. طالبان ښځو ته اجازه ورکوي چې په کورونو کې درس ووایي.

خو په افغانستان کې هغه څوک چې له انټرنیټ څخه کار اخلي په تېره بیا زده کوونکي د برېښنا د نشتوالي او د انټرنیټ د ټیټ کیفیت له امله له ستونزو سره مخ کېږي.

په ترکیه کې د رومي اکاډمۍ بنسټ اېښودنکې آنیتا شیرزاد په دې اړه وایي: «یوه اندېښنه چې زه یې د خپل فعالیت په اړه لرم، دا ده چې که یوه ورځ په افغانستان کې برېښنا په بشپړه توګه پرې شي، دا به زموږ لپاره کار ډېر ستونزمن کړي او دا هغه اندېښنه ده چې زه یې تل لرم.»

هغه وایي، له ننګونو سره سره، افغان مېرمنې له کلونو سختیو او کورنیو جګړو وروسته د ستونزو په وړاندې مقاومت کوي او چمتو دي چې له دې وضعیته که بد هم وي، ښه ګټه پورته کړي.

نوموړې زیاته کړه: «موږ باید هیله من واوسو، ځکه له هرې شپې او لمر پرېوتو وروسته څرک او نوې ورځ پیلېږي. له همدې امله باید هیله من وو او خپل باور له لاسه ورنه کړو، په دې شرایطو کې باید هیله من واوسو.»

که څه هم طالبانو تل ویلي چې د نجونو او ښځو د زده کړو مخنیوی لنډمهاله دی، خو تراوسه یې د دغه مخنیوي د لیرې کولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی. پر طالبانو نړیوال فشارونه هم تراوسه بې اغیزې وو.