افغانستان

د خوندیتوب کميټه: د مزارشریف برید افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د مطبوعاتو د ازادۍ سخت کموالی ښيي

د بې‌پولې خبریالانو او د خبریالانو د خوندیتوب کميټې له طالبانو غوښتي چې د بلخ ولایت په مزاشریف ښار کې پر تبیان مرکز د شنبې ورځې د برید عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

د خوندیتوب کميټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې چاودنه کې د حسین نادري په نوم یو خبریال وژل شوی او ۱۶ نور خبریالان ټپيان شوي دي.

د شنبې پر ورځ د تبیان په نوم د ایران اسلامي جمهوریت اړوند کلتوري مرکز کې په یو لړ مراسمو کې چاودنه وشوه چې مسوولیت یې د داعش خراسان ډلې پر غاړه واخیست.

داعش په یوه خبرپاڼه کې دغه خبریالان د دې ډلې ضد بنسټونو سره پر همکارۍ تورن کړي دي.

بې‌پولې خبریالانو او د خوندیتوب کمېټې ویلي، چې په دې چاودنه کې د (صدای افغان) آوا خبري اژانس – د تبیان مرکز اړوند – خبریال، نادري هم وژل شوی دی.

بې‌پولې خبریالانو زیاته کړې، نادري او ورسره کس چې د ژورنالیزم پوهنځي محصل و، له چاودنې یوه ورځ وروسته په روغتون کې مړه شوي دي. په دې برید کې د دغه کلتوري مرکز  یو ساتونکی هم وژل شوی دی.

د خوندیتوب کميټې د اسیايي پروګرام د همغږۍ رییس به لیه‌یي ویلي: «د هغو خبریالانو له زړورتیا د لمانځلو او ستایلو په مراسمو برید چې د افغانستان د وضعیت په تړاو نړۍ خبروي، وحشیانه دی. وروستۍ چاودنه د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خبریالانو پروړاندې دردوونکې له دښمنۍ ډکه فضا او د مطبوعاتو د ازادۍ د کمښت ښودنه کوي. طالبان باید د خبریالانو د خوندیتوب لپاره تر خپله وسه هڅه وکړي او اجازه ورکړي چې په ډاډه زړه کار وکړي.»

د خوندیتوب کميټې زیاته کړې، په دې پېښه کې ۱۶ خبریالان ټپیان شوي چې له دې ډلې ۹ تنه یې سخت ژوبل دي او یو شمېر یې د اورېدو حس له لاسه ورکړی دی.

اخوا، بې‌پولې خبریالانو هم ویلي چې طالبانو په دې مراسمو کې د ګډون‌کوونکو خبریالانو تجهیزات او شخصي وسایل ترې اخیستي دي.

د بې‌پولې خبریالانو د اسیايي برخې رییس ډانیل باسټرډ ویلي: «ډېره خواشینوونکې ده چې خبریالان یوازې د دې له امله چې خبریالان دي، په نښه کېږي. موږ د ولایت له سرپرست محمد یوسف وفا څخه غواړو چې د دې برید عاملین ژرترژره ونیسي او د برید د قربانیانو د عدالت لپاره یې د قانون منګولو ته وسپاري.»

 پر تبیان مرکز چاودنه بلخ کې د طالبانو د والي محمد داوود مزمل پر دفتر له بریده یوه ورځ وروسته وشوه. په دې چاودنه کې د بلخ لپاره د طالبانو والي او دوه نور کسان ووژل شول.