افغانستان

طالبانو په هلمند کې پر رسنیو د «عکس او ویډیو بندیز» لغوه کړ

لس ورځې مخکې په هلمند کې ځايي طالب چارواکو خبریالان د عکسونو او ویډیوګانو له اخیستلو منع کړل.

په هلمند کې د طالبانو والي عبدالاحد طالب خبریالانو ته وویل، چې فلم اخیستل «حرام» دي او له همدې امله یې دا پرېکړه کړې ده.

خو د چهارشنبې په مازیګر طالبانو پر سیمه ییزو رسنیو دغه بندیز لیرې کړ او وې ویل، چې د عکس نه اخیستو پرېکړه د ناسم پوهاوي له امله شوې ده.

د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال محمد قاسم رياض وايي «دا ستونزه د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې وه چې حل شوې او اوس خبريالان کولاى شي عکسونه او ويډيوګانې واخلي».

خو روښانه کړې یې نه ده چې د یاد ناسم پوهاوي لامل څه و.

په ورته مهال په دغه ولایت کې خبریالان هم مني چې پر دوی یاد بندیز لبرې کړای شوی او اجازه ورکړل شوې،چې په عادي ډول وېډیو او انځورونه واخلي.

په هلمند کې د GRA مېډیا خبریال عصمت مدثر وایي «له نېکه مرغه طالبانو د چهارشنبې په شپه موږ ته وویلې، چې پر انځور او وېډیو بندیز لبرې شوی، او خبریالان کولای شي په عادي ډول خپل کار وکړي.».

د سویلي حوزې د رسنیو مسوولینو هم د جزئیاتو له ورکولو پرته د طالبانو دغه اقدام ستایلی دی.

لس ورځې وړاندې د هلمند ځايي چارواکو د امر باالمعروف ریاست په غوښتنه او د دغه ولايت د والي عبدالاحد طالب په امر د خبريالانو له لوري د عکسونو اخيستل منع اعلان کړل او وې ويل چې عکسونه اخيستل حرام او منع دي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې او د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ مرکز په جلا جلا خبرپاڼو کې له طالبانو غوښتي و چې ژر تر ژره په هلمند کې پر عکسونو او ویډیوګانو اخیستو بندیز پای ته ورسوي.