نیمروز ولایت کې یوه ښځه د کورنیو خوړو د پخولو او پلورلو له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي.
صدیقه هغه ښځه ده چې له ۱۸ میاشتو راهیسې په کور کې د خوړو په چمتو کولو او بهر یې په پلورلو سره د خپلې کورنۍ اقتصادي چارې پرمخ بیایي.
هغه وایي: «مخکې مې زوی په یوه هوټل کې کار کاوه؛ خو د کار د فشار له امله یې استعفا ورکړه. له همدې امله اړ شوم چې په کور کې خواړه چمتو او بهر یې وپلورم.»
صدیقه زیاتوي چې اوسمهال شپې ورځې په سختۍ تېروي: «له کوره بهر د خوړو پلورل نیمروز کې د ټولنې دودونو ته په پام ستونزمن کار دی. کله چې زه له خپلې لس کلنې لور سره د خوړو پلورلو ته ځم، شرمېږم. دا کار د نیمروز له کلتور سره توپیر لري؛ خو زه مجبوره یم د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړم.»
هغې په دوام کې وویل: «که څه هم دا کار کم عاید لري؛ خو خاوند مې ناروغ دی او په کور کې پروت دی، ناچاره یم چې کار وکړم.»
دغې ښځې په دوام کې څرګنده کړه چې که ځینې امکانات لکه د ګاز منقل، پوره لوښي او خوراکي توکي ولري، غواړي چې یو کوچنی رسټورانټ جوړ کړي.
هغه اوسمهال په اونۍ کې درې ځله خواړه پخوي او پلوري یې؛ ځکه د خوړو د چمتو کولو لپاره پوره خوراکي توکي نه لري او د سوداګرو او پانګوونکو له خونې غواړي چې ملاتړ یې وکړي.
صدیقه وایي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ژوند په دوزخ بدل شوی دی.
فاطمه د صدیقې لور ده چې له ښوونځي څخه له رخصتېدو وروسته، له خپلې مور سره سړکونو ته ځي ترڅو خواړه وپلوري.
هغه وایي: «موږ غرمه ۱۲ بجې ځو او پر ۳ بجو بېرته راستنېږو. ماشوم ورور مې په کور کې پاتې کېږي. هغه په کور کې یوازي دی او وېږېږي.»
نقیبالله د هغوی یو له پېردونکو څخه دی چې د ابراهیم خلیلالله جامع جومات دروازې څنګ ته یې له فاطمې خواړه پېرلي دي. هغه وایي چې د انسان دوستۍ حس له مخې یې دوه خوراکه خواړه پېرلي او په دې کار سره غواړي چې له دوی سره مرسته وکړي.
د فاطمې او د هغې د مور د کورنیو خوړو یو بل پېردونکی رؤوف وایي: «د کورنیو خوړو کیفیت د بازار تر خوړو ډېر ښه دی؛ له همدې امله تل له فاطمې څخه خواړه پېري.»
نیمروز کې نورې ښځې هم شته چې د کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو په رامنځته کولو د خپلو کورنیو لپاره نفقه برابروي؛ خو هغوی وایي چې د سوداګرو او پانګونې خونه یې ملاتړ نه کوي.
د نیمروز ښځې له طالبانو غواړي، هغو مېرمنو ته چې په کور ناستې دي؛ خو د کار کولو وس لري په کور کې د کار زمینه برابره کړي.