پنجشېر ولایت کې سرچینې وایي، چې طالبانو امینالله چوپان کابو یوه میاشت مخکې په چمالورده کلي کې د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیولی دی.
اوس په دغه ولایت کې د طالبانو محکمې د هغه لپاره د «قصاص» حکم صادر کړی دی.
په همدې حال کې د امینالله کورنۍ وایي، چې د هغه مېرمن د شپې له خوا له خونې وتلې او لوېدلې ده، سر یې په ډبرې لګېدلی او خپل ژوند یې لاسه ورکړی دی.
خو طالبانو امینالله پر قتل تورن کړی دی.
طالبانو ویلي، چې امینالله د خپلې مېرمنې پر وژلو اعتراف کړی دی. خو کورنۍ یې وایي، چې نوموړی د شکنجې له امله اعتراف ته اړ شوی دی. هغه اوسمهال د پنجشېر د «دشتک» په زندان کې بندي دي.
د امینالله خپلوان وایي، چې هغه اووه کاله مخکې واده کړی او درې اولادونه لري، چې شپږ کلن، پنځه کلن او یو کلن دي.
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د لړم پر ۲۲ د «حدود او قصاص» د عملي کولو فرمان صادر کړی دی.
له دغه فرمان وروسته تر ۲۰۰ زیاتې ښځې او نارینه د نامشروع اړیکو او غلاوو په تور په دُرو ووهل شول او د دې فرمان له مخې فراه کې یو کس د خلکو په مخکې د طالبانو له خوا قصاص شو.
طالبانو د لیندۍ میاشتې پر ۱۶ د افغانستان په لوېدیځ فراه ولایت کې پر یوه سړي، چې په قتل تورن و د قصاص حکم عملي کړ.
نږدې لس تنه طالب مشران له کابله فراه ته ولاړل ترڅو د قصاص د عملي کېدو مراسم له نږدې وګوري.
هغه اقدام چې له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو، خو طالبانو دغه غبرګونونه «اسلامي شریعت ته نه درناوی» بللي او له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو یې غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونهکړي.
افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یا یوناما رییسې، رُزا اوتانبایوا د طالبانو دغه کار په هېواد کې د «انساني کرامت ناورین» وباله.