افغانستان

دایکندي کې اووه نجونې او هلکان له یوې اونۍ راهیسې د طالبانو په بند کې دي

دایکندي کې یوه باوري سرچینه وایي چې طالبانو د دغه ولایت په نیلي ښار کې څلور نجونې او درې هلکان نیولي دي.

د سرچینو په وینا دغه ځوانان کابو یوه اونۍ مخکې د مرغومي پر نهمه نېټه د شپې ۱۰ بجې د نیلي ښار په اړوند «نوي ښارګوټي» کې د طالبانو د امربالمعروف، امنیه قوماندانۍ او د استخباراتو ادارې د یوې ګډې ډلې له خوا نیول شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د دغو نجونو او هلکانو تور «نامحرم‌والی او په یوه خونه کې حضور» ویل شوی دی.

سرچینې وایي چې اوسمهال دغه کسان د دایکندي ولایت زندان ته لېږدول شوي دي او تر اوسه د طالبانو محکمې د هغوی په اړه کوم حکم نه دی صادر کړی ی.

نیول شوي کسان د فایزې، ګل تاب، مهتاب او حکمت خان په نومونو یاد شوي دي.

د سرچینو د خبرو له مخې نیول شوي کسان د دایکندي ولایت د شهرستان او کیتي ولسواليو اوسېدونکي دي. خو د ځینو په اړه یې زیات معلومات په لاس کې نشته.

سرچینې وایي چې نیول شوي هلکان په نیلي ښار کې هټۍ لري.

دایکندي کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام علي جاوید په دې اړه د آمو پیغام ته ځواب ورنه‌کړ.

د طالبانو اخلاقي فساد او تېری

دا په داسې حال کې ده چې د دایکندي ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د طالب جنګیالیو له خوا د خلکو د ځورولو ګڼ راپورونه رارسېږي، خو معلوماتو ته پر لاسرسي د سختو محدودیتونو او د خلکو ترمنځ د وېرې له امله کم رسنیز کيږي.

په یوه مورد کې ځایي سرچینو تایید کړه چې د طالبانو د ځانګړې قطعې څلورو سرتېرو د دایکندي د مرکز اړوند «چهاردار» کلي کې جنسي تېری کړی دی.

دا پېښه د روان کال په مرغومي میاشت کې شوې ده. خو تر اوسه په دې اړه بشپړ معلومات نشته.

دایکندي کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند په هماغه وخت کې له دې پېښې ناخبري څرګنده کړه.

په یوه بله پېښه کې د روان کال په لیندۍ میاشت کې دایکندي کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ جنایي مدیر د اخلاقي فساد په تور له خپل استوګنځي څخه ونیول شو.

سرچینو تایید کړه، چې دغه کس حاجي حفیظ نومیږي او اوسمهال له خپلې دندې ګوښه شوی دی. هغه د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ دی.

د دې ترڅنګ چې د طالبانو د امربالمعروف کسانو د نجونو او ښځو پرمخ د ښار او بازار فضا تنګه کړې ده او خلک کم د دې جرعت کوي چې له کوره ووځي، خلک په خپلو کورونو کې هم ارامتیا نه لري. هغه موضوع چې د ښځو حقونو د فعالانو د اندېښنې لامل شوې ده او دوام یې د خلکو لپاره خطرناک ګڼي.

یوه له فعالانو چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي د طالبانو له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د طالب جنګیالیو د خپلسریو او ځورونو مخه ونیسی.

هغه له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې په اغېزمنو فشارونو سره ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو زمینه برابره کړي.