افغانستان

طالبانو په غور کې د یوې موسسې وېشل شوې مرستې بېرته اخیستې دي

د غور د دولینه ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې طالبانو په دې وروستیو کې د ورلډ ويژن په نوم یوې موسسې له خوا وېشل شوې مرستې له هغوی بېرته اخیستې او ورته ویلي یې دي چې له دې وروسته باید ټولې مرستې د شوراګانو د رییسانو له خوا راټولې او دوی ته ورکړل شي.

د غور د دولینه ولسوالۍ د «قلعه نقشي» سیمې یو اوسېدونکی چې رمضان نومېږي د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وايي چې طالبانو د روان کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۵ نېټه د ورلډ وېژن موسسې له خوا وېشل شوې مرستې بېرته ترې اخیستې دي.

رمضان زیاتوي: «ورلډ وېژن موسسې زموږ په سیمه کې چې څو کلي په کې شامل دي، د خوراکي توکو مرستې ووېشلې چې هرې کورنۍ ته دوې ۵۰ کیلويي بوجۍ اوړه، دوه کوچني بوتل غوړي، څو کیلو لوبیا او مالګه ورسېده؛ خو د طالبانو کسان له ولسوالۍ کلي ته راغلل او ټولې وېشل شوې مرستې یې په زوره له خلکو واخیستې.»

د غور د دولینه ولسوالۍ دغه اوسېدونکي وویل چې طالبانو هغوی ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته د موسسو له خوا ټولې وېشل شوې مرستې، که نقدې پیسې وي او که خوراکي توکي هېڅوک حق نه لري وایې‌خلي او یوازې د شوراوو رییسان دې مرستې تسلیم او دوی ته یې دې ورکړي.

عبدلرووف د دولینه ولسوالۍ د سیاه چوب کلي یو اوسېدونکی دی.

هغه هم د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې تر یوې اونۍ زیاته موده کېږي ورلډ وېژن موسسې هغه او د کلي اوسېدونکو ته خوراکي توکي ورکړي وو؛ خو طالبانو د مرستو له وېش څخه یوه ورځ وروسته ټول توکي بېرته ټول کړل.

عبدالرووف زیاتوي: «طالبانو د موسسې مرستې له موږ واخیستې او ویې‌ویل چې موږ د سلمین سیمې سړک رغوو او توکي د کار پرمهال کارګرو ته ورکوو.»

د غور د دولینه ولسوالۍ اوسېدونکي د ژمي په سړه هوا کې د سړک جوړول پلمه ګڼي او وایي په دې ولسوالۍ کې د سړک د جوړولو کار ناشونی دی او مرستې د طالبانو د کسانو ترمنځ وېشل شوې دي.

د غور د دولینه ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا د دغې ولسوالۍ قلعه نقشي سیمه چې خاک یارک، سیاه چوب، غارک، شمشېرسنګ، سیرزارها، نواباد، دروازه، شیخ اباد، دهک، دیوار سفید او ځینې نور کلي پکې شامل دي او طالبانو وېشل شوې مرستې ترې ټولې کړې او له ځان سره یې وړې دي.

د غور د دولینه ولسوالۍ اوسېدونکي خبرداری ورکوي؛ که د مرستندویه بنسټونو مسوولین دې موضوع ته پاملرنه ونه‌کړي، هغه هم په داسې وضعیت کې چې بېوزلي او لوږه یې ګواښي د انساني ناورین رامنځته کېدل شوني دي.

وموغوښتل په دې راپور کې د مرستندویه بنسټونو د مسوولینو لیدلوری ولرو؛ خو هغوی د آمو له خبریال سره خبرواترو ته حاضر نه شول.

د غور اوسېدونکي زیاتوي چې طالبانو د مرستندویه بنسټونو له مرستې نه یوازې په دولینه ولسوالۍ کې ناسمه ګټه اخیستې بلکې په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم ورته پېښه شوې او ډېری خلک د طالبانو له وېرې نه شي کولای خپل غږ پورته کړي.