افغانستان

له هغو کسانو د ملا هبت‌الله ستاینه چې طالبانو ته د پنجشېر په سپارلو کې یې مرسته کړې وه

طالبان په پنجشېر کې د قیوم ذاکر په ګډون د دغې ډلې له مسوولینو او دیني عالمانو سره د ملا‌ هبت‌الله د لیدنې خبر ورکوي.

په هغه بیانیه کې چې د طالبانو ویندویانو چهارشنبه د لیندۍ ۲۳ خپره کړې ده راغلي چې د دې ډلې مشر ملا هبت‌الله د پنجشېر له یو شمېر دیني عالمانو، سپین‌ږیرو او طالب مسوولینو سره کتلي دي.

طالبانو ویلي، چې ملا هبت‌الله په دې لیدنه کې مجاهدینو ته د پنجشېر د سپارلو په برخه کې د پنجشېر د خلکو له بشپړې همکارۍ ستاینه کړې ده.

ویل کېږي د طالبانو مشر امر کړی چې «د افغانانو او امارت ترمنځ باید لا زیات یووالی او اجماع رامنځته شي.»

په همدې حال کې د دې ناستې یو ګډونوال چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي، چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په دې لیدنه کې د پنجشېر له دیني عالمانو غوښتي چې د مقاومت جبهې له کسانو وغواړي له «بلواګري» لاس واخلي.

د ناستې له منځه دغه سرچینه وایي په دې ناسته کې چې د پنجشېر اوسېدونکو له ملا هبت‌الله اخوندزاده سره خبرې‌اترې کړې دي هم د طالبانو له مشرانو غوښتی چې په دغه ولایت کې جګړه پایته ورسوي.

د دغې بیاینې له مخې په دې لیدنه کې د پنجشېر او اندراب لپاره د طالبانو پوځي مسوول ملا قیوم ذاکر، پنجشېر کې د طالبانو والي محسن هاشمي، پنجشېر کې د طالبانو د پولیسو قوماندان ملا طیب حقاني، پنجشېر کې د طالبانو د استخباراتو رییس او د پنجشېر د علماوو شورا رییس امین الحق کندهار کې له ملا هبت‌الله سره کتلي دي.

په همدې حال کې یوې سرچینې آمو ټلویزیون ته ویلي چې پنجشېر کې د طالبانو کابو ۱۵ ځایي مسوولین د شنبې پر ورځ د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله سره د لیدنې لپاره کندهار ته تللي دي.

سره له دې چې طالبانو په یوه بیانیه کې ویلي، په دې لیدنه کې د پنجشېر یو شمېر مشرانو هم حضور درلود، خو سرچینې آمو ته وایي چې د پنجشېر د خلکو استازي په دې ناسته کې ګډون نه لري.

سرچینو د انځورونو په رالېږلو چې د پنجشېر یو شمېر دیني عالمان ښيي ویلي، چې دغه انځورونه کندهار کې د چهارشنبې ورځې پر ماښام اخیستل شوي دي. په دغو انځورونو کې د پنجشېر د دیني علماوو د شورا رییس مولوي امین الحق او پنجشېر کې د طالبانو د ښاري محکمې رییس مولوي عبدالله سدید په ګډون د پنجشېر اته تنه دیني عالمان تر سترګو کېږي.

دا دویم ځل دی، چې د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي چې په دغه ولایت کې له طالبانو سره کار کوي د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده سره یې لیدلي دي.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې ده چې د مقاومت جبهه پر پنجشېر او اندراب سربېره د افغانستان په ځینو شمالي برخو کې د طالبانو پر ضد جنګېږي.

سره له دې چې په تېرو ۱۶ میاشتو کې طالبانو څو ځله له بېلابېلو شخصیتونو سره د دې ډلې د مشر ملا هبت‌الله د لیدنې راپورونه خپاره کړي دي، خو د طالبانو له دغه مشر څخه هېڅ انځور نه دی خپور شوی.