افغانستان

افغانستان د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې تر ۱.۷ میلیارد ډالرو زیاته نقدي مرسته ترلاسه کړې

په معمول ډول د نړیوالو نقدي مرستو په اړه د بشردوستانه مرستو په نوم د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د ټویټر پاڼې له لارې خبر ورکول کېږي.

د دغه بانک له پاڼې د آمو ټلویزیون د ارزونو له مخې افغانستان د روان کال په سپټمبر میاشت کې ۱۲۰ میلیون ډالر، په اکټوبر میاشت کې ۲۰۰ میلیون ډالر او په نومبر میاشت کې ۲۴۰ میلیون ډالر او د ډسمبر په یوه اونۍ کې ۸۰ میلیون ډالر نقدې پيسې ترلاسه کړې دي.

دا شمېرې ښيي چې د محدودیتونو له زیاتوالي په ځانګړې توګه د شرعي حدودو له تطبیق سره افغانستان کې د مرستو کچه زیاته شوې ده.

د دغو شمېرو له مخې په ټوله کې تراوسه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې تر یو میلیارد او ۷۰۰ میلیون ډالرو پورې رسېږي.

په معمول ډول دغه پيسې په ۴۰ میلیون ډالري نقدي بستو کې افغانستان ته ورکول کېږي او د AIB په نوم یوه سوداګريز بانک ته سپارل کېږي.

په دې لړ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د بانکونو له لارې د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې چې د وروستۍ ۴۰ میلیون ډالري بستې له رارسېدو وروسته خپره شوه راغلي: «د افغانستان بانک له هر اصولي اقدام څخه چې هېواد ته د پيسو د رالېږدولو لامل شي او د ټولنې له اړمنو سره مرسته وکړي، هرکلی کوي او د بانکي سکټور د لا پياوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.»

مرستې استخباراتي اړخ لري

په همدې حال کې د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د دغو مرستو د وړاندې کولو پر څرنګوالي نیوکه کوي او په دې باور دي چې دا مرستې استخباراتي اړخ لري او له همدې امله نه دي توانېدلې هېواد کې د بېوزلۍ کچه کمه کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي سید مسعود په دې اړه وویل: «یوه ترټولو پېچلو خبرو دا ده چې ۱.۸ میلیارده نقد ډالر او ۲.۸ میلیارد ډالر چې د ملګروملتونو سازمان ادعا کوي افغانستان سره یې مرسته کړې او لا هم په ریښتیا نه یوو توانېدلي بېوزلي کمه کړو او ان بېوزلي ودروو، همدا چاره څو اصلي لاملونه لري؛ لومړی دا چې مرستې سیاسي او استخباراتي اړخ لري. په دې مانا چې تراوسه چا ته نه ده روښانه شوې چې دا مرستې له کومه او د څه لپاره ترسره شوې او موخه یې څه ده. په ټوله کې موخې په بشپړ ډول پټې دي او استخباراتي او سیاسي اړخ لري.»

مسعود دوام ورکړ: «دویمه موضوع دا ده چې د دغو مرستو لپاره کنټرولوونکی او څارونکی نشته او دا یعني په اړه یې کوم راپور شتون نه لري. څوک چې مرسته کوي هر څه له هغه سره دي او چا ته راپور نه ورکوي.»

شهزاده سرای کې د ډالرو زیاتېدل

په همدې حال کې ځینې سرچینې وایي چې د شهزاده سرای په صرافیو کې ډالر زیات شوي دي.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک وایي، چې شهزاده سرای ته د ډالرو راتلل زیات شوي او په پراخه کچه د بشردوستانه مرستو د راتلو له امله، د نورو اسعارو پروړاندې د افغانۍ ارزښت ښه دی.

هغه زیاتوي: «په خوښۍ سره باید ووایم چې په دې وروستیو کې د نورو اسعارو پروړاندې د افغانۍ ارزښت د ستایلو وړ دی او ثابت ساتل شوی. اصلي لامل یې دا دی چې بشري مرستې راځي، بازار کې امریکایي ډالر زیات دي او له بلې خوا مرکزي بانک هره اوونۍ کابو ۱۷ میلیون ډالر لیلاموي.»

په همدې حال کې د افغانستان د اماني صندوق غړی شاه محمد محرابي چې په امریکا کې اوسېږي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د ډسمبر پر شپږمه له واشنګټنه کابل ته راغی او د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک د عالي شورا په دوه ورځنۍ ناسته کې یې ګډون وکړ او د اقتصادي سیاستونو او د بانکي سکټور د ښه‌والي لپاره یې خپل لیدلوری شریک کړ.

د دې ناستې کره معلومات نه دي رسنیز شوي.

اخوا د ملګروملتونو سازمان د امنیت عالي شورا تازه تر تحریم لاندې سیمو ته د بشردوستانه مرستو د لېږلو پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

په هغه ناسته کې چې په دې موخه جوړه شوه په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي دي، چې د سوریې، برما او افغانستان په څېر هېوادونه به د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د نوي پرېکړه‌لیک له ګټو او د نړیوالې ټولنې له بشردوستانه مرستو برخمن شي.

موده مخکې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي څارونکي جان ساپکو راپور ورکړ، چې امریکا لا هم د افغانستان ترټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی او د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې له افغانستان سره یو میلیارد او ۱۰۰ میلیون ډالره مرسته کړې ده. خو هغه نیوکه کړې چې واشنګټن د دغو مرستو د څرنګوالي او لګښتونو په اړه ځواب ویلو ته حاضر نه دی.