افغانستان

د «جمهور» خبري آژانس مرکزي دفتر د طالبانو د ګواښ له امله وتړل شو

جمهور خبري آژانس پر خپلې وېب‌پاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو کابل کې له ۱۳ کاله دوامداره فعالیت وروسته د خپل دفتر له تړل کېدو خبر ورکړ.

د جمهور خبري آژانس ادارې په دې اړه لیکلي چې دا پرېکړه د طالبانو د استخباراتو او د طالبانو تر امر لاندې بنسټونو له پرله‌پسې خبرداریو وروسته د دغه آژانس د امتیاز خاوند او رییس له خوا نیول شوې ده.

د دغه خبري آژانس مسوول وایي چې څو ځله د طالب مسوولینو له خوا د ټلیفون له لارې غوښتل شوی او پلټنې ترې شوې دي.

هغه په دوام کې ټینګار کړی چې په لومړي جدي خبرداری کي د ۱۴۰۱ د زمري پر ۶ د طالبانو ادارې پر رسنیو د څارنې ریاست جمهور خبري آژانس د اسلامي امارت (د طالبانو ادارې) پر خلاف فعالیت او د دې ادارې د نسکورولو پر هڅو تورن کړی دی او د جمهور خبري آژانس له رییس څخه یې غوښتي وو، چې د هغوی پر ضد هېڅ ډول شننه، خبر او راپور خپور نه کړي او ان د طالبانو په تړاو د منفي خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

د جمهوري خبري آژانس ادارې په دې اړه لیکلي، چې په وروستیو میاشتو او اونیو کې هم د طالبانو د استخباراتو ریاست په ګواښوونکو پیغامونو او اړیکو سره امر کاوه چې د طالبانو پر ادارې له نیوکو ډکې شننې او راپورونه باید د جمهور خبري ‌آژانس له وېب‌پاڼې او فېسبوک‌پاڼې لیري شي.

طالبانو همداراز د جمهور خبریالانو ته خبرداری ورکړی چې ځانونه او جمهور خبري آژانس اصلاح کړي.

د طالبانو د رسنیو مرکز او ناپېژانده کسانو د دغې رسنۍ له مسوولینو سره په اړیکه کې د سپکاوي او ګواښوونکو پیغامونو ترڅنګ، د دغه خبري آژانس لپاره فعالیت ستونزمن کړی او پر همدې بنسټ جمهور خبري اژانس د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب او امنیت لپاره دا پرېکړه کړې چې افغانستان کې دننه د دې رسنۍ دفتر وتړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د دغه خبري اژانس پر وېب‌پاڼې خپره شوې ده د دې رسنۍ د مسوولینو له قوله راغلي چې د هغوی فعالیت به له دې وروسته په انلاین ډول دوام ومومي. خو په دې تړاو نور معلومات نه دي وړاندې شوي.