افغانستان

ننګرهار کې صرافان له امنیتي پلوه اندېښمن دي

ننګرهار کې صرافان په دې وروستیو کې امنیتي وضعیت اندېښمن کړي او وایي، چې روان حالت یې ځوروي او راتلونکي ته اندېښمن دي.

یوشمېر صرافانو له آمو سره په خبرو کې وویل، چې وروستۍ چاودنې ډېری د دوی ملګري وېرولي او حیران دي، چې څه وکړي.

یوه صراف د نوم نه خپرولو په شرط آمو ته وویل: «د تېرې اوونۍ چاودنې دلته صرافان وېرولي، هلته ګواښونه دي او دلته د طالبانو له وېرې دوکانونه نشو بندولی، موږ غوښتل یو دوه ورځې مارکېټ وتړو خو طالبانو اجازه رانه کړه.»

یو بل صراف بیا وروستۍ چاودنې دومره وېرولی چې وایي ښایي صرافي وتړي او بل خوندي ځای ته ولاړ شي.

دوی وایي، طالبان د دې پرځای چې خوندي چاپېریال ورته برابر کړي دوی اړ کوي، چې په هر ډول حالت کې هټۍ پرانیستې وساتي.

ډېری صرافان له اندېښنو او روان حالته وېرېدلي آن دومره چې له رسنیو سره خبرو کولو کې هم د نوم له خپرولو وېرېږي.

دوی وایي که حالت همداسې دوام ولري ښایي ډېری صرافان له هېواده د وتلو هڅه وکړي.

د عارف په نوم یو صراف چې د صرافانو مارکېټ مخې ته یې د پیسو بکس اېښي وایي، له خپلې ګناه نه دي خبر چې ولې وژل کېږي.

هغه زیاتوي: «موږ څه ګناه لرو باور وکړئ، ګواښونه شته، ټول حیران یو څه وکړو، طالبان هم د دې پر ځای چې دوی ته د آرام ساه ورکړي هغوی ګواښي چې دوکان به نه بندوي.»

هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو د صرافانو ټولنې نظر هم ولرو، خو دوی د نورو په څېر یوازې په شفاهي بڼه اندېښنه شریکه کړه او نور یې له څه ویلو ډده وکړه.

بل لور ته د جلال اباد ښاریان هم وروستي وضعیت ته اندېښمن دي او له طالبانو غواړي چې د چاودنو مخه ونیسي.

دوی وایي، په تېره یوه اونۍ کې دوه پرلپسې چاودنې وشوې، چې د تېر حکومت په څېر یې نه لامل او نه یې هم عاملین معلوم شوی.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی فرهاد وایي: «موږ خوشحاله وو امنیت دی، خو خبر نه وو، چې د رواني امنیت د نشتون سره سره بمي چاودنې هم پیل شوې، طالبان هم د تېر حکومت په څېر په دروغو روان دي او یوازې وایي چاودنه کې دومره ټپيان شول حال دا چې مرګژوبله به ډېره وي، زه خپله د درمسال چاودنې سره وم حالت ښه نه و، هیله لرو چې عاملین یې ونیول شي او سزا ورکړل شي.»

محمد الله چې د صرافانو مارکېت د چاودنې عیني شاهد دی وایي: «ما خپله ولیدل چې یو کس مړ و خو بیاهم طالبانو نه منله وایي ۶ تنه ټپیان دي، په دروغو حکومت نه کېږي، هیله ده دوی موږ ته امنیت ټینګ کړي نه دا چې خلک ووېروي چې ريښتیا مه وایئ.»

ولسي خلک وایي، موږ ټول د خوندیتوب او حکومت ملاتړي یو، خو هیله مندي ښيي، چې دوی دې هم ولسي خلک له ریښتیا ویلو نه منع کوي او اجازه دې ورکړي چې د اصلاحاتو لپاره حقایق بیان کړي.

اخوا، طالب چارواکي د امنیتي وضعیت په تړاو د خلکو اندېښنې بې ځایه بولي او ډاډ ورکوي، چې صرافانو ته به ډاډمن امنیت رامنځته کړي.

دا اندېښنې وروسته له دې راپورته کېږي چې په تېره اونۍ کې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې دوه ورځې پرلپسې چاونې وشوې، چې له امله یې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

یوه چاودنه د جلال اباد ښار درمسال ته څېرمه او بله د صرافانو په مارکېټ کې د بولۍ پرمهال وشوه، چې له امله یې د مولوي نصرت الله په نوم یو صراف هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.