افغانستان

کونړ کې د مالټو حاصلات زیات شوي دي

ددې ولایت په شیګل، پېچ دره، وټه پور او ماڼوګۍ ولسوالیو کې د مالټو سلګونه بڼونه جوړ شوي چې سږکال تري کابو شپږ زره ټنه مالټې ترلاسه شوې دي .

د بڼ لرونکو په خبره له لارې یې ډېرې پیسې هم ترلاسه کړې او لا هم دغه چاره روانه ده.

د اسداباد ښار او ولسوالیو په بازارنو کې کونړۍ مالټې ښه بازار لري او ډېر مینه وال لري.

د پېرودونکو په خبره د کونړ مالټې ښه خوند او بازار لري .

د مالټو یو بڼ لروونکی او  پلورونکی ثناءالله وايي: «هره ورځ شاوخوا لس یا د پنځلس منه مالټې پلورم او له دې لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې برابروم.»

د هغه په خبره د کونړ مالټې د هېواد په کچه خوندورې دي او ځانګړی نوم لري.

هغه په کور د ننه د مالټو لپاره د مناسب بازار غوښتنه کوي.

عبیدالله د شیګل ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې په خپله پنځه جریبه ځمکه يې د مالټو بڼونه جوړ کړي. نوموړی وايي، ددغو بڼونو په جوړلو يي زیات لګښت کړی او اوس یې حاصلات ښه شوي دي.

هغه زیاتوي چې په دې بڼ کې ورسره د کورنۍ څلور غړي هم په کار بوخت دي چې او د ورځنۍ اړتیاوې له دې لارې برابروي.

عبیدالله وايي، تېر کال یې د مالټو بڼ د نباتي ناروغیو له امله ښه حاصل نه و کړی، خو سږ کال یې حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ښه دي.

نوموړی وايي، که څه هم د بڼونو حاصلات یې ښه شوي خو له مسوولینو او اړوندو موسسو غواړي چې د اصلاح شويو نیالګیو او کیمیاوي سرې په برخه کې ورسره مرسته وکړی.

هغه د کونړ د کرنې ریاست له مسوولینو غواړي چې د کونړ د مالټو بڼونو ته جدي پام وکړي .

په همدې حال کې، د کونړ د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله په کونړ کې د مالټو حاصلات ښه دي.

د هغوی په خبره چې په تېرو کلونو کې کونړ کې د مالټو بڼونه کم وو نو دوی هغوی ته پر وخت رسېدنه کړې ده.

دوي زیاتوي، هڅه کوي چې د کونړ په ټولو ولسوالیو کې د مالټو بڼونو ته کیمیاوي سره او اصلاح شوي نیالګي ورکړي.

د ویلو ده چې له څلورو کلونو راهیسي په لومړي ځل د کونړ په شیګل، وټه پور، ماڼوګۍ او پیچ درې ولسوالیو کې خلکو د مالټو بڼونه جوړ کړي چې ښه حاصل يي تې ترلاسه کړی دی.

په لومړیو کې د کونړ د کرنې ریاست مسولینو ویلي و چې د کونړ هوا د مالټو لپاره مناسبه ده او اټکل یي وکړ چې ښايي په دې ولایت کې د مالټو بڼونه نور هم زیات شي.