افغانستان

اروپا ته په قاچاقي لاره د یوه ځوان غمجمن برخلیک

له کلونو راهیسې سوکاله ژوند ته د رسېدو په موخه بهرنیو هېوادونو ته د افغان ځوانانو کاروانونه روان دي.

د جمهوریت له سقوط او طالبانو له واکمنېدو وروسته، ډېری ځوانان اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په موخه سفر کوي.

یو شمېر یې د ګڼو ستونزو په زغملو سره هدف ته رسېدلي، ځینې هم په اوبو کې ډوب شوي او یو شمېر بیا د بېلابېلو هېوادونو د پولیسو له خوا نیول او زنداني شوي دي.

د قاچاقي لارې انتخاب، د ځوانانو لپاره تر ټولو خطرناک او سخت دی؛ خو دوی له مجبورۍ دا خطر او سختۍ پرغاړه اخلي.

۲۳کلن عبدالله همت چې څه موده یې د ځایي رسنیو په بېلابېلو برخو کې کار کړی و، د جمهوریت له سقوط وروسته وزګار شو او د کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو په موخه، په قاچاقي توګه اروپا ته ولاړ شي.

هغه وايي، سفر یې له ننګرهار ولایته پیل کړ او له نیمروز ولایت وروسته د پاکستان بلوچستان ته ولاړ او له هغې لارې ایران ته ورسېد.

هغه د سفر د ستونزو په اړه وايي: «کله چې د افغانستان له خاورې ووتو، د قاچاق کوونکو چلند بیخي بدل شو، د سفر له پیلېدو مخکې، قاچاق کوونکو په نرمه ژبه خبرې کولې؛ خو د پاکستان خاورې ته له ننوتلو وروسته، د قاچاق کوونکو چلند بدل شو او په تونده بڼه یې خبرې کولې. له موږ سره نورې کورنۍ هم وې چې په دوی کې ماشومان هم وو.»

همت زیاته کړه چې قاچاق کوونکو آن پر ماشومانو رحم نه کاوه او یوازې یې په غیرانساني اهدافو فکر کاوه چې د زیاتو پیسو ترلاسه کول وو.

همت، قاچاق کوونکي د نړۍ تر ټولو بې رحمه کسان بولي او وايي: «د دوی په وړاندې انسان هېڅ ارزښت نه لري، د ایران له تبریز ښاره مو دوولس ساعته له وقفې پرته مزل وکړ. په موږ کې ماشومان هم وو ترڅو چې ترکیې ته ورسېدو، پر لاره موږ د درېدو اجازه نه لرله. ټوله لاره او دښتې وچې وې او پر لاره مو څو مړي هم ولیدل چې ووژل شوي وو او په هغوی کې یوه ښځه هم وه له خپل ماشوم سره مړه شوې وه.»

هغه همداراز د قاچاقي لارو د سفر د ستونزو په اړه زیاتوي: «قاچاقي لارې د نورو ستونزو ترڅنګ، له لوږه، تنده او ستوماني هم لري. په دې موده کې چې په سفر کې وم. له کورنۍ سره مې تماس نه شوای نیولای او یوازې دوه ځله مې په ستونزمن ډول خبرې وکړې.»

همت چې کله ترکیې ته ورسېد، د ارمنستان د پولې په لور یې لارې ته دوام ورکړ.

هغه وایي: «له دوه ورځې سفر وروسته ارمنستان ته ورسېدو. د ارمنستان پولې ته تلل هم ډېر ستونزمن وو او د سختیو په زغملو سره هلته ورسېدو. په پوله کې ترکي پولیسو څو تنه ونیول او له ځان سره یې بوتلل او مجبور شوو چې ترکیې ته ستانه  شو. یو کال مو په ترکیه کې د ورځې ۱۴ ساعته کار کاوه؛ خو بالاخره د ترکي پولیسو لخواونیول شوم او کابل ته راستون کړای شوم.»

دغه ځوان زیاته کړه، هیلې یې نیمګړې پاتې شوې او اوس چې هېواد ته راستون شوی د ناهیلۍ احساس کوي.

همت زیاته کړه: «اوس چې ناکام راستون شوی یم، احساس کوم چې د کورنۍ پر اوږو بار یم، د یوه ځوان لپاره وزګاري تر ټولو لوی درد دی چې له روحي پلوه پرې بده اغېزه کوي.»

هغه اوس د خپلې کورنۍ ټول مسوولیت پرغاړه لري.

دا یوازې د عبدالله غمجمنه کیسه نه ده؛ بلکې د نوموړي په شان زرګونه نور ځوانان له وزګارۍ، بې وزلۍ او په هېواد کې د روانو محدودیتونو له امله د قاچاق خطرناکې لارې غوره کوي. ځینې دا ځوانان له سختو لارو تېر شوي او هدف ته رسېدلي؛ خو یو شمېر نور یا نه دي رسېدلي او یا هم له غربت او یوازیتوب پرته بل څه نه دي ورپه برخه شوی.