زرګونه افغانان په ترکیه کې ژوند کوي. ډېری یې هغه پناه غوښتونکي دي چې په ناقانونه توګه له سختو لارو په لوړو لګښتونو یې ځانونه ترکیې ته رسولي دي.
یو شمېر دغه پناه غوښتونکي ترکي پولیسو پر چلند نیوکه کوي او وايي چې په ترکیه کې ډېری افغانان، له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي او ان نه نشي کولای د درملنې لپاره ډاکتر ته ورشي.
یو شمېر پناه غوښتونکي وايي چې ترکي پولیس پناه غوښتونکي په جبري توګه باسي او د ایستلو پرمهال ورسره ناسم چلند کوي.
پخوانی پوځي احمد فیصل چې اوس په ترکیه کې ژوند کوي، وايي: «ترکي پولیس له هغو کډوالو سره چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورغلي، ناوړه چلند کوي. دا پناه غوښتونکي له خپلو انساني حقونو بې برخې دي. کله چې ناروغان شي، روغتون ته مراجعه نه شي کولای ترڅو له روغتیايي خدماتو ګټه پورته کړي. دوي کور په کرایه نه شي نیولی او په آزاد ډول تګ راتګ نه شي کولای.»
له بلې خوا، یو شمېر پناه غوښتونکي چې په ناقانونه توګه په ترکیه کې اوسېږي، نیوکه کوي چې ترکیې ته تر رسېدو یې درې نیم زره ډالر لګولي؛ خو اوس په دې هېواد کې په وېره کې ژوند کوي او هره شېبه د دوی د ستنولو امکان شته.
یو پناه غوښتونکی د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې ډېری افغانان له امنیتي او امنیتي ستونزو سره سره ځانونه ترکیې ته رسولي دي؛ خو له جدي ننګونو سره مخ دي.
په ترکیه کې افغان پناه غوښتونکی اتل په دې اړه وایي: «د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو یوه ستونزه چې ورسره مخ دي، د ترکي پولیسو ناقانونه چلند دی؛ ځکه کډوال وهي ټکوي او په میاشتو يې بندي کوي او دوی ته اوبه او خواړه هم نه ورکوي. دوی په ناقانونه ځای کې ساتي.»
هغه زیاته کړه: «ترکیې ته زما د تلو یو لامل، د کار نشتوالی و. زه لیسانس لرم او خبریال وم. خو اوس د کار د نشتوالي له امله اړ شوم چې ترکیې ته راشم. کابو څلور زره ډالر مې مصرف کړل ترڅو ترکیې ته ورسېدم. د افغان کډوالو ترټولو لویه ستونزه دا ده چې دوی د اقامت سند نه لري او د پولیسو له خو نیول او وهل ټکول کېږي. دوی په تړلو لاسونو هوايي ډګر ته ځي او مجبور ایستل کېږي چې پر پاڼو ګوته کېږي. په پاڼه کې راغلي چې په خپله خوښه له ترکیې ووتم.»
یو بل افغان پناه غوښتونکی فیروز وایي: «له نیمروز څخه مو حرکت وکړ، پاکستان ته ولاړم، د پاکستان له غرونو په سختۍ سره تېر شوم. پر لاره مې د انسانانو هډوکي ولیدل چې له پاکستانه ایران ته پر لاره مړه شوي وو. موږ له ګڼو ستونزو سره مخ شوو، ۲۷ ساعته مو پلی مزل وکړ ترڅو ایران ته ورسېدو، وروسته تهران ته ولاړو او د ماکو له پولې ترکیې ته داخل شوو. ترکي پولیس راغلل او موږ ته یې شپکې سپورې وویلې او وې وهلو، بېرته یې راوستو او د ایران په پوله کې یې خوشي کړو چې بالاخره وتوانېدو بیا ترکیې ته راشو.»
هغه کسان چې تازه له ترکیې په جبري توګه ایستل شوي هم د ترکي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کوي.
یو ایستل شوی کس وايي چې د ترکي پولیسو له خوا نیول شوی او له وهلو ټکولو وروسته افغانستان ته لېږل شوی دی.
ایستل شوی افغان کډوال احمدالله وايي: «زه د کار پرمهال ونیول شوم، ترکي پولیسو زه د کار په جامو کې کمپ ته ولېږدولم او په کمپ کې زیات شمېر کډوال ساتل کېدل. په کمپ کې، کډوال په زور په زور له ترکیې وتلو ته اړ ایستل کېدل. زه دومره ووهل شوم چې په ټول ژوند کې مې دومره وهل نه وو خوړلي.»
دا په داسې حال کې دي چې څه موده مخکې د بشري حقونو د څار بنسټ په خپل ۷۳ مخیز راپور کې اعلان وکړ چې ترکیې لسګونه افغان پناه غوښتونکي ددغه هېواد له ځمکنیو پولو ایران او وروسته افغانستان ته ستانه کړي دي.
ددغه بنسټ شمېرې د دې ښودنه کوي چې ترکیې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د کابل هوايي ډګر له لارې د ۴۴ زره او ۷۶۸ تنو د ایستلو خبر ورکړی چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د لومړیو اتو میاشتو په پرتله، د ۱۵۰ سلنې زیاتوالي ښودنه کوي.
د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردوغان» په تېرو ورځو کې د پاکستان له لومړي وزیر «شهبار شریف» سره په ګډه خبري ناسته کې د افغانستان وضعیت ته په اشارې سره وویل: «ګډو ګواښونو او خطرونو ته په پام سره، په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت، زموږ د افغان وروڼو او خویندو په وړاندې زموږ انسان دوستانه مسوولیت دی.»