Uncategorized @ps افغانستان

له خیریه بنسټونو د ننګرهاریانو شکایت؛ د اړمنو حق خوړل کېږي

د ننګرهار اوسېدونکي په دې ولایت کې پر یو شمېر خصوصي خیریه بنسټونه نیوکه لري او وایي، په دوی کې یو شمېر یې د بېوزلو په نوم راټولې کړې مرستې ډېره برخه حیف او میل کوي. دوی د هغو خیریه بنسټونو د تړل کېدو غوښتنه کوي، چې ثبت نه وي او د بیوزلو حق خوري.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی حیات الله وایي، یو شمیر خیریه بنسټونه د خلکو له ناچارۍ ناوړه ګټه اخلي او د اړمنو په نوم پیسې ټولوي او خپل جېب ته یې اچوي.

نوموړی زیاتوي: «دلته زیات شمېر خیریه بنسټونه فعالیت لري. ځینې یې ثبت دي او ځینې په خپلسر فعالیت کوي، یو وخت داسې مقوله کارېده چې څوک به وزګار شول خیریه بنسټ به یې جوړ کړ ویل به یې دې کې ګټه ډېره ده. دوی ډېره برخه مرسته خپله په یوه او بله پلمه خوري او اړمنو کورنیو ته لږ څه ورکوي.»

قریب‌الله چې له بېوزلۍ کړېږي وایي، یوه خصوصي خیریه بنسټ یې په نوم ډېرې پیسې راټولې کړې، خو د دې پر ځای چې ده ته یې ورکړي خپله یې اخیستې دي.

نوموړی وایي پر خیریه بسټونو د ولس بارو ختم شوی او له طالبانو غواړو، چې د غیرقانوني خیریه بنسټونو مخه ونیسي.

قریب الله زیاتوي: «زه غریب یم، یو ځوان راغی نوم او اداره یې نه ښیم، له ما سره یې د مرستې ژمنه وکړه، خو وروسته یې بیا ماته لس زره افغانۍ راکړې او راته یې وویل، چې په وېډیو کې ۵۰ زره افغانۍ ووایه، زه حیران شوم. هیله ده د داسې خلکو مخه ونیول شي دا پر بېوزلو سوداګري ده.»

ننګرهار کې د خیریه بنسټونو د ټولنې مشران هم یاده ستونزه مني او وایي، یو شمېر کسانو د خیریه مرستو په نوم په خلکو کې د دوی باور ته زیان رسولی دی.

مختار احمد سجاد وایي د پخوا په پرتله خیریه بنسټونو ته د جواز اخیستو په برخه کې اسانتیاوې زیاتې شوې او په خبره یې خلک دې په لنډمهالو او موسمي خیریه بنسټونو باور نه کوي.

نوموړی زیاتوي: «د پخوا په پرتله اوس د جواز اخيستل اسانه شوي او له خلکو  هم غوښتنه کوم چې پر هر خیریه بنسټ باور ونه‌کړي او نه دې له دوی مرسته غواړي همدوی بیا د بېوزلو حق خوري.»

د ننګرهار د عدلیې ریاست لپاره د طالبانو مرستیال هم تاییدوي، چې په ننګرهار کې یو شمیر خیریه بنسټونه جواز نه لري.

محمد هارون عابد، وایي اوسمهال له دوی سره ۵۷ خیریه بنسټونه ثبت دي، چې له دې ډلې ۱۳ یې جوازونه اخیستی او پنځه نور یې د غیر قانوني فعالیت له امله تړل شوي او د دوو نورو یې جواز لغوه شوی دی.

ښاغلی عابد وایي ۱۹ نور هغه خیریه بنسټونه چې قانوني جواز یې نه درلود امنیتي ارګانونو ته معرفي شوي ترڅو د فعالیت مخه یې ونیول شي.

د نظر خاوندان هم مني، چې مرسته کوونکو بنسټونو پر بېوزلو سوداګري پیل کړې ده. دوی وایي طالبان دې دا تشخیص کړي، چې دومره مرسته له کومې لارې، څوک او د څه لپاره یادو کسانو ته رالېږي.

دوی په دې باور دي، چې یو شمېر کسان نه یوازې د خیریه مرستو په نوم د بېوزلو حق خوري، بلکې د دې ترڅنګ نور غیر قانوني کارونه هم پرې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده، چې پر خصوصي خیریه بنسټونو د ننګرهار سربېره د هېواد په ټولو ولایتونو کې خلک له دا ډول بې باورۍ سره مخ دي.

عام خلک د دوی ترڅنګ د طالبانو په همغږې شویو مرستو هم نیوکه لري، چې اړمنو ته نه رسېږي. دوی وایي طالبان دې د ولس په نامه شوې مرستې خپلو کسانو ته نه وېشې او اړمنو ته دې یې ورسوي، څو ولس په دې سخت ژمي کې له ستونزو وژغورل شي.