په پکتیا ولایت کې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته کې، اوه تنه مړه او ټپیان شول.
په وروستیو اونیو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ سرحدي نښتې زیاتې شوې او د هېوادوالو اندېښنې یې راپارولې دي.
د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې سرچینې د آمو خبریال ته وايي چې پینځه ورځې مخکې (د نومبر په ۱۷مه) کله چې طالبانو ددې ولسوالۍ د خرلاچي په دروازه کې خپلې پوستې ته دروازه جوړوله، د پاکستان د سرحدي ځواکونو او د کرښې هغې غاړې اوسېدونکو له غبرګون سره مخ شول او د دواړو لوریو ترمنځ نښته پيل شوه.
دوی ټینګار وکړ چې تېره ورځ د نومبر په شلمه یو ځل بیا د دواړو لوریو ترمنځ سخته نښته پيل شوه چې تلفات یې هم لرلي دي.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالباري ځدراڼ د آمو خبریال ته وویل چې په دغو نښتو کې، یو طالب وژل شو او درې تنه نور ټپيان دي؛ د پکتیا د عامې روغتیا رییس نصیراحمد رحماني رسنیو ته ویلي چې د نښتې له ځایه یو مړی او شپږ ټپیان د پکتیا روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
هغه زیاتوي: «تېره ورځ په درې نیمو بجو جګړه پیل شوه او د شپې په اته نیمو پای ته ورسېده چې درې ملکي کسان پکې ټپیان شوي دي.»
له بلې خوا، پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې په دغو نښتو کې درې پاکستاني سرحدي پوځیان هم ټپيان شوي دي.
ددغو نښتو او څو هاوانونو د لګېدو په پایله کې ستیا، ډنډې، سپرې او لنډې کلیو کې لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودولو ته اړ شوې دي.
د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د ډنډې کلي اوسېدونکی ثمین الله وايي: «دې لوري ته طالبانو سړک جوړوي او پاکستانیان یې مخنیوی کوی، د خلکو پر کورونو څو راکټونه لګېدلي او خلکو سیمه پرېښې ده.»
د سیاسي چارو کارپوهان په وروستیو اونیو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتو زیاتوالی د طالبانو د ستونزو له امله ګڼي.
د سیاسي چارو کارپوه ویس ناصري آمو ټلویزیون ته وایي: «د طالبانو د روانو کړنو دوام به افغانستان او سیمې هېوادونو لپاره خطرناک وي. طالبان او پاکستان نه دي توانېدلي چې د یو بل هیلې پوره کړي.»
له دې مخکې هم، د کندهار ولایت په سپین بولدک سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ ځو ځله نښتې شوې دي.
د سپین بولدک دروازه شپږ ورځې مخکې، پر پاکستاني پوځیانو د یوه وسله وال له ډزو وروسته چې په پایله کې یې ددې هېواد اته پوځیان ووژل شول، د خلکو پرمخ وتړل شوه او له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو له تفاهم وروسته، نن سهار دوشنبې د لړم په دېرشمه بېرته پرانیستل شوه.