Uncategorized @ps

د کاپیسا په جګړه کې د ویجاړو شویو کورونو په بیارغونه کې د سلیقه يي چلند په وړاندې د خلکو اعتراض

په کاپیسا کې د جګړو له امله څه د پاسه یو زر او ۲۰۰ تخریب شوي کورونه، رغول کېږي؛ خو خلک وایي چې طالبان په دې پلمه، یوازې د خپلو کسانو کورونه رغوي.

طالبان د درېیو مرستندویه بنسټونو په مالي مرسته، د کاپیسا په جګړه کې تخریب شوي کورونه بیارغوي.

د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس حمدالله شهیدزاده وايي، یو زر او ۲۹۳ کورونه چې د تېرو شلو کلونو په جګړو کې د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې تخریب شوي، بیارغول کېږي.

هغه په دوام کې زیاته کړه: «له تخریب شویو کورونو څخه ۹۵۵ کورونه په بشړ ډول، ۲۱۵ تر یوه بریده او ۱۲۳ کورونه نور هم لږ تخریب شوي دي.»

له بلې خوا، د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې طابان د هغو ملکي وګړو د کورونو بیارغونه نه کوي چې په جګړو کې زیانمن شوي او په نوملړ کې یې یوازې هغه کورونه شامل دي چې د طالبانو ډلې غړي دي او به جګړه کې تخریب شوي دي.

په تېره جولای میاشت کې، طالبانو د نجراب ولسوالۍ شیرواني بازار ته نږدې د فضل احمد په کور کې سنګر نیولی و چې د پخوانيو ځواکونو د چورلکو له خوا بمباري او د کور هرڅه یې له خاورو سره خاورې شول.

فضل احمد د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «زه د خلکو په کور کې ژوند کوم، زما کور له خاورو سره خاورې شوی؛ په داسې حال کې چې زه بې طرفه کس وم او اوس طالبان خپل کورونه رغوي.»

د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی امین الله وایي: «طالبانو پر پخوانيو امنیتي ځواکونو د راکټ په ویشتلو زموږ کور ویجاړ کړ، یو کال تېرېږي؛ خو د بیارغونې وس نه لرم.»

د کاپيسا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس کریم الله وثیق په دې اړه د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «ټول هغه کورونه چې بیارغول شوي، د ملکي وګړو دي.»

د کاپيسا ولایت لپاره د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د شمېرو له مخې، له یو زر او ۲۹۳ تخریب شویو کورونو څخه، ۲۷۳ کورونه د ۷۶۹ زره او ۶۹۷ ډالرو په لګښت د اوستان بنسټ له خوا، ۳۴۱ کورونه د NAC بنسټ له خوا د ۹۸۵ زره او ۴۲۲ ډالرو په لګښت بیارغول کېږي چې ټول لګښت یې دوه میلیونه او ۷۴۵ زره او ۱۰۱ ډالره کېږي او تمویلوونکي یې، په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان همغږۍ کوونکې موسسه ده.