افغانستان

د نورستان د زده کوونکو ستونزې؛ په دې ولایت کې ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري  

د لوېدیځ نورستان د نورګرام ولسوالۍ ودحو منځنى ښوونځى له کلونو راهيسې ويجاړ  او زده کوونکي يې له ودانۍ پرته زده کړه کوي.

د دغه ښوونځي زده کوونکي د غره پر سختو لارو مزل کوي او ښوونځي ته ځي، خو هلته ښوونیز چاپېریال هم لکه څنګه چې لازمه ده ورته برابر نه دی.

د ودحو ښوونځي زده کوونکې حبیبه وایي، په سختو او اوږدو لارو ښوونځي ته د خپلې ښې راتلونکې په نیت ځي، خو هلته سم چاپېریال نه دی ورته برابر شوی.

حبیبه زیاتوي، ستونزې شته؛ خو زیاتوي سره له دې هوډمنه ده او که طالبان د دوی لپاره د زده کړو زمینه هم برابره نه کړي دوی به په هر ډول شرایطو کې زده کړو ته دوام ورکوي.

حبیبه وايي: «ښوونځی مو له کلي څخه ډېر لېرې دی، زه غواړم چې درس ووایم، موږ په ښوونځي کې له ګڼو ستونزو سره مخ یو، قلم، کتابچې او کتابونه نه لرو، دلته په ګرمۍ کې درس وایو، کله چې باران وي ښوونځی مو هم رخصت وي.»

د حبیبې ټولګیواله عایشه هم وایي چې هره ورځ د غره پر سخته لاره ښوونځي ته ځي، خو وایي د تګ پر مهال دا وېره ورسره وي، چې له غره لاندې ونه لوېږي.

هغه زیاتوي: «له ډېر لیرې کلي څخه راځم سړک مو خراب دی او په غره هره ورځ راپورته کېږم، د غورځېدو وېره ه راسره وي، طالبان باید مونږ ته سړک او مکتب جوړ کړي.»

اخوا، ددغه ښوونځي مسوولین هم د زده کوونکو ستونزې مني، خو ځان بې وسه ګڼي.

د ودحو د منځي ښوونځي مدیر محمد نور وایي، په تېر حکومت کې یې هم د دغو ستونزو د اوارولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو په وینا یې په دې برخ کې هېڅ اقدام ونه شو.

نوموړی وایي، اوس یې هم غوښتنه دا ده چې ښوونځی ورته جوړ کړي خو په خبره یې ډېره تمه نه لري.

محمدنور زیاتوي: «تېر حکومت هم زموږ ستونزو ته پام ونه کړ، اوس له طالبانو غواړو، چې دا ښوونځی ورغوي. د درېیو کلیو ماشومان دلته راځي شاوخوا درې سوه زده کوونکي دلته په زده کړو بوخت دي د باران او د ګرمۍ له امله ماشومان دلته له ګڼو ستونزو سره مخ وي.»

حنیف چې په دغه ښوونځي کې ښوونکی دی وایي په نورستان کې لسګونه نور داسې ښوونځي هم شته، چې له څو لسيزو راهيسې ودانۍ نلري او د درسي موادو له کمښت سره مخ دي.

ځايي اوسېدونکي او ښوونکي له طالبانو په دې برخو کې د مرستې غوښتنه کوي.

د نورستان ولايت د پوهنې رياست لپاره د طالبانو مسوولین هم مني چې په دغه ولايت کې زيات شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري.

دوی وایي، د لنډ وخت لپاره به د ستونزو د اواري په موخه خيمې ولګوي او د دايمي ستونزې حل په موخه به د پلان له مخې هغو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي، چې هېڅ ودانۍ نه لري.

د رسمي معلوماتو له مخې، په نورستان ولايت کې دا مهال په ۲۱۴ ښوونځيو کې ۳۶ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له دې جملې ۱۶ زره یې نجونې او پاتې نور یې هلکان دي.

هلته هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي تړلي دي او اوسېدونکو یې په ځلونو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.