افغانستان

ننګرهار کې د سیکانو له ۱۰ زره کورنیو یوازې ګلچرن سینګ پاتې دی

ګلچرن سینګ د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې یو له هغو سیکانو دی، چې درمسال ترڅنګ د یوناني درملو هټۍ لري.

هغه یوازینی افغان سیک دی، چې ننګرهار کې پاتې دی او د ژوند شپې ورځې خپل هېواد کې تېروي.

ګلچرن سینګ له آمو ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې مخکې په ننګرهار کې د سیکانو شاوخوا ۱۰ زره کورنیو ژوند کاوه، چې اوس د هغوی له تللو سره یوازې پاتې دی.

هغه وایي، د دوی کورنۍ د ناامنۍ له امله له افغانستانه هند، لندن او کاناډا ته په اوښلنو سترګو کډه شوې او له خپل هېواد څخه جلا شوي دي.

ګلچرن سینګ زیاتوي: «موږ له دې نه ژاړو، چې ولې رانه خپل وطن پاتې شو موږ ټول افغانان یو که مسلمان دی، که سیک دی که هندو زموږ دلته لس زره کونۍ وې خو اوس یوازې زه پاتې یم او بس.»

ګلچرن سینګ یوازې پاتې دی او د کورنۍ غړي یې له هېواده وتلي دي.

هغه وایي، کورنۍ یې د ناامنۍ او ګډوډۍ له امله وایستله او هغه صحنه یې هم ځوروي، چې د دوی کورنۍ په ژړا له افغانستانه وتلې.

دی زیاتوي، چې افغانستان د هغوی هم خپل وطن وو او پکې اوسېدل، په خپل هېواد کې خوشحاله وو او له زوند څخه یې خوند اخیست، خو اوس له هېواده وتلي، د دوی کورنۍ هلته سخت حالت سره مخ دي او په وطن پسې ځورېږي.

ګلچرن سینګ د امو ټلویزیون د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې مو وطن پرېښود؟ وویل: «موږ افغانان یو، خو وضعیت خراب شو، خپل افغانان دې پر موږ ځانمرګي نه کوي موږ دې نه وژني موږ به هم چېرته نه ځو.»

دوی دلته په لسګونه جریبه ځمکه هم لري، چې د ده په وینا د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته له اکثریت سیکانو له وېرې خپل کورونه په نیمه او له ځینو په زوره کورونه اخیستل شوي او دوی د خپل سر د خوندیتوب په موخه ووتل.

ګلچرن سینګ وایي که په هېواد کې وضعیت ښه شو او طالبانو په ورین تندي دوی وزغمل او دوی په دې باوري شي، چې دلته یې ژوند تېرېږي نو د سیکانو تللې کورنۍ به بېرته خپل وطن ته راشي.

د غبرګولي پر ۲۸ د کابل په کارته پروان سیمه کې د سیکانو پر یوه عبادتځای برید وشو او د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۲۵ کابل کې د سیکانو پر ګورودواره برید کې د هندي وګړو په ګډون لږترلږه ۲۷ کسان ووژل شول.

د ویلو ده، چې په کابل او ننګرهار کې پر سیکانو مخکې هم بریدونه شوي دي.

هند وايي په ۲۰۲۰ کال کې د هندوانو او سیکانو شمېر شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته رسېده، چې تېر کال واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نورو افغانانو په څېر د سیکانو او هندوانو کورنۍ هم له هېواده وتلو ته اړې شوې دي.