افغانستان

د لغمان اوسېدونکي د طالبانو له توپیري چلنده شکایت لري

د لغمان ولایت اوسېدونکي شکایت کوي، چې په تېر حکومت کې هم ورته پاملرنه نه کېده او طالبان هم څنګه چې اړتیا ده دوی ته پام نه کوي.

د دغه ولایت د الیشنګ او قرغیو ولسوالیو اوسېدونکي وایي، کم روغتیايي خدمات، د پاکو اوبو نشتون، رغنیزه برخه کې دوی ته نه پام هغه لویې ستونزې دي چې دوی له ډېرې مودې راهیسې ورسره لاس و ګرېوان دي.

د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی بهرام زیاتوي: «موږ په تېر حکومت کې هم ستونزې لرلې. ناروغان به مو په وخت تر روغتونه نه رسېدل، دلته د ولسوالۍ په روغتون کې سمه درملنه نه کېږي. دا به تر کله وي مخکې هم طالبانو د خدماتو مخه نیولې وه، اوس خو يې واکمني ده باید زموږ ستونزو ته پام وکړي.»

د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی سیدکریم بیا په خپلې ولسوالۍ کې د پاکو اوبو د کمښت خبره کوي.

نوموړی وایي له مودو راهیسې یې په څاګانو کې د څښاک اوبه کمې شوې او دوی د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، له بده مرغه د طالبانو ځایي مسوولین هم  د دوی ستونزې ته پام نه کوي.

د دې ولسوالۍ قومي مشران هم له دغې ستونزې د اندېښنې په څرګندولو وایې، چې دغه ستونزه یې څو ځله د طالبانو له ولایتې چارواکو سره شریکه کړې، خو تر اوسه یې د اواري لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی.

دوی وایي د دغې ولسوالۍ په زعفران کلي کې عام خلک هم له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ دي، چې لاسنیوي ته اړتیا لري.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي زیاتوي، ډېری وخت یې ناروغان په لار کې روغتون ته د لېږدولو پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.

اخوا، د لغمان ولایت لپاره د طالبانو چارواکي هم د خلکو ستونزې تاییدوي او ډاډ ورکوي، چې په دې برخه کې به عملي ګامونه پورته شي.

لغمان لپاره د طالبانو والي قاري زین العابدین عابد وایي، د دوي له مرکزي ادارې سره یې د دې ولایت ستونزې شریکې کړې او د اواري په اړه یې د هڅو ډاډ ورکړی دی.

نوموړی زیاتوي: «مونږ څو ورځې مخکې د یو شمېر موسسو له مسوولینو سره ناسته وکړه چې د روغتیا، پوهنې او څاه‌ګانو په برخو کې فعالو موسسو هم د مرستو ژمنه ورسره کړې ده.»

د سیمې اوسېدونکي بیا وایي، باوري نه دي چې طالبان دې پر خپلو ژمنو ودرېږي او وایي، ډېر کله ورسره د ستونزو د هواري ژمنې شوې خو نه دي عملي شوې.