افغانستان

بدخشان کې د نښتو پای

بدخشان ولایت کې سرچینې وایي د دغه ولایت په شیوه سیمه کې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ نښتې، دواړو لوریو ته د سختو تلفاتو له اوښتو سره پایته رسېدلې ده.

د سرچینو په وینا، په دغو نښتو کې ۳۶ تنه طالبان وژل شوي او د قوماندان عبدالحمید مجاهد او قوماندان سید بحرالدین په ګډون د مقاومت جبهې ۴۲ ځواکونه وژل شوي دي.

د بدخشان د یفتل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محسن وویل: «د دغو جګړو په لومړیو ورځو کې ۱۶ طالبان وژل شوي وو او د مقاومت جبهې قوماندان بحرالدین د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې له خپلو پنځو ساتونکو سره د بدخشان د شیوې اړوند «دولت شي» سیمه کې د طالبانو له خوا له نیول کېدو وروسته وژل شوی دی.»

بدخشان کې د مقاومت جبهې پر ځواکونو د طالبانو پراخ بریدونه او نښتې، د طالبانو د مشر له خوا د دغه ولایت لپاره د والي په توګه د مولوي امان‌الدین له ګومارلو وروسته پيل شوې.

اخوا د بدخشان یو اوسېدونکی نعمت‌الله وایي: «طالبانو له ګڼ شمېر ځواکونو سره له څو ورځو مخکې د مقاومت جبهې پر سنګرونو برید کړي و چې په دغو جګړو کې په ټوله کې د مجاهد او بحرالدین په نومونو د مقاومت جبهې د دوو قوماندانانو په ګډون د دې جبهې ۴۲ تنه وژل شوي چې په دې منځ کې ۶ تنه له نیول کېدو او فیض اباد ته له لېږدولو وروسته د طالبانو د والي په امر د سر په پرې کولو وژل شوي دي.»

په همدې حال کې د مقاومت جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي تېره یوه اونۍ کې په دغو نښتو کې د دې جبهې د دوو قوماندانانو او څو تنو ځواکونو وژل کېدل تایید کړی دي؛ خو د وژل شویو په اړه یې کره شمېرې نه دي وړاندې کړې.

په دې لړ کې بدخشان کې د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولانو اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې چاڼیز عملیات له پرون ماښام راهیسې پایته رسېدلي دي.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدی وویل: «تېره یوه اونۍ کې، بدخشان کې د مجاهدینو په چاڼیزو عملیاتو کې ۳۸ تنه بغاوتګر وژل شوی دي او ۷۸ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.»

هغه زیاته کړه: «د بحرالدین او عبدالحمید په ګډون د هغوی ترټولو مهم قوماندانان په وژل شویو کې دي.»

احمدي په دغو نښتو کې د طالبانو تلفات ۳ مړه او ۵ ټپیان بیان کړي دي.

د ویلو ده، چې د بدخشان په څو ولسوالیو کې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ کله کله نښتې کېږي چې تېره یوه اونۍ کې، د دواړو لوریو ترمنځ سختې جګړې پیل شوې وې.

تخار کې ۸ طالبان ووژل شول

په همدې حال کې له تخار څخه خبر رارسېږي چې د تخار په ورسج ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې ځواکونو په یوه کمین کې ۸ طالبان وژل شوي دي.

د تخار د ورسج ولسوالۍ یو اوسېدونکی عزیز احمد وایي: «د طالبانو دوه رنجر موټر چې د د ورسج له تګاب کلي څخه حوض او یغنان ته روان وو، د مقاومت جبهې د ځواکونو له خوا په نښه شول چې په پایله کې يې د هغوی ۸ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شول.»

طالبانو ته یوه نږدې سرچینه د دې پېښه په تاییدولو وایي: «هغوی داسې مهال د مقاومتیانو له کمین سره مخ کېږي چې غوښتل یې د ورسج ولسوالۍ له تګاب څخه حوض او یغنان ته چې تفریحي ځایونه دي ولاړ شي او د حوض وروستۍ سیمې ته رسېدلي چې په پایله کې د امارت (طالبانو) کسانو ته تلفات اوښتي دي.»َ

په همدې حال کې د مقاومت جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي په دې اړه یوه ټویټ کې لیکلي: «تخار ولایت کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو او اجیرو طالبانو ترمنځ په نښتو کې ۸ طالبان هلاک شوي ۶ نور طالبان ټپیان شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې دوې شپې مخکې هم د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې له خوا د طالبانو د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ برید شوی و او د دې ډلې کسانو ته یې تلفات اړولی وو.