افغانستان

نکلاسن: طالبان دې افغانانو ته اجازه ورکړي، چې د خپل سیاسي نظام پروړاندې نظر ولري

ښاغلی نکلاسن له طالبانو غواړي یو بهیر پیل کړي، چې په هغه کې هره افغانه مېرمن او افغان نارینه وکولای شي د سیاسي نظام، د هغه د مشرانو او سیاستونو پروړاندې د نیوکې حق ولري.

ښاغلی نکلاسن همداراز وایي: «طالبان دې د ترهګریزو بریدونو پروړاندې چې ورځ تر بلې زیاتېږي ځواب ووایي.»

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلاسن کابل ته له سفر وروسته له طالبانو غوښتي داسې یو سیاسي بهیر چې ټول افغانان پکې برخه ولري پيل کړي او دغه ګام یې د مشروعیت لار کې ګڼلی دی.

هغه په دې سفر کې له طالب چارواکو، د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي او کورنیو او بهرنیو خبریالانو سره کتلي دي.

ښاغلی نکلاسن وايي افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او د ده په وینا، اصلي اندېښنې د زده کړو، کار او سیاسي او ټولنیزو حقونو څخه د ښځو او نجونو بې‌برخې‌والی، د هزاره‌وو او نورو لږکیو پر حق او د بیان پر ازادۍ ګڼ نور محدودیتونه دي.

د اروپایي ټولنې دغه استازی له طالبانو غواړي، چې افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو پروړاندې چې ورځ تر بلې زیاتېږي ځواب ووایي.

نوموړی زیاتوي: «هغوی (طالبان) اړ دی د ترهګریزو بریدونو پروړاندې له ټولو افغانانو ساتنه وکړي او عاملین یې د یوه قانوني بهیر له مخې عدالت ته وسپاري. هغوی (طالبان) همداراز باید د هېوادونو د ګواښلو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي.»

د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی همداراز له طالبانو غواړي یو بهیر پیل کړي، چې هر ښځینه او نارینه افغان ته اجازه ورکړي، چې د سیاسي نظام، د هغه د مشرانو او سیاستونو پروړاندې نیوکه وکړي.

هغه ټینګار کوي: «ټولګډون افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات او مشروعیت پر لور لار ده، چې هم له ځان سره او هم له ګاونډیو سره سوله ده.»

ښاغلی نکلاسن وايي، چې اروپایي ټولنه له طالبانو سره تماس ته د هغوی له رسمیت پېژندلو پرته دوام ورکوي.

هغه زیاتوي: «دا د خبرواترو پروړاندې یوه ښه کړنه ده. یو ټویټ هېڅکله د یوې رښتینې مرکې په توګه نه شي کېدای او واقعیت تر هغه څه پېچلۍ او څو اړخیز دی چې وکولای شو په ۲۸۰ کلیمو کې یې ثبت کړو.»

توماس نکلاسن ټینګار کوي، چې اروپایي ټولنه به په نړیواله اجنډا کې د افغانستان د ساتلو لپاره پر خپلې ژمنې ودرېږي.

هغه په دوام کې وایي: «زه د (طالبانو) ځان بللو چارواکو ته یادونه کوم چې وخت لنډ دی او هغوی هم باید اقدام وکړي. له افغانانو سره زموږ ژمنه باید یوه ګډه ژمنه او د پیل لپاره یو ښه ټکی وي.»

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د دې په بیانولو چې افغانستان له یوه ستونزمن ژمي سره مخ دي یاودنه وکړه، چې تر اوسه افغانانو سره د مرستې لپاره د د ملګروملتونو سازمان «بشردوستانه غوښتنه» یوازې ۴۵ سلنه تمویل شوې ده.

توماس نکلاسن په پای کې وویل: «له چین، روسیې او د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غواړم چې د بریتانیا، امریکا، اروپایي ټولنې او نورو هېوادونو او بنسټونه د بشر دوستانه مرستو د پام وړ زیاتوالی د بېلګې په توګه وګڼي، داسې حال کې چې بشردوستانه لاسرسي باید تضمین شي.»